ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیا ګیان ولسوالۍ کې د ۲۴۷ کورونه او درې د اوبو رسولو شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د پکتیکا په ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې د ۶۱ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانیو په ارزښت ۲۴۷ بابه د استوګنې کورونه او د نهه میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس مولوي مطیع الله منصور ویلي، یادې پروژې د یاد ریاست په چوکاټ کې د نړېوالې هوساینې موسسې لخوا بشپړي شوي، چې له امله یې ۶۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي هم له حکومت او نړېوالو مرستندویه بنسټونو څخه خوښي څرګنده کړې او وایي، چې زیاتو ستونزو ته یې د پای ټکی ایښودل شوی.

د سیمې اوسېدونکې زیاتوي، چې لا هم د نورو اړینو اړتیاوو ترڅنګ د کورونو او څښاک پاکو اوبو په برخو کې په جدي ډول لاسنیوي ته اړتیا لري.

ګیان او برمل د پکتیکا هغه زیانمنې ولسوالی دي، چې نږدې دوه کاله مخکې زوروې زلزلې لړزولي وو او زرګونه کسان پکې مړه او ژوبل شوي وو، دې سیمو کې اوس هم ګڼې مرستندویې ادارې خلکو ته په بشري خدماتو رسولو او ساختماني چارو بوختې دي.