ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پلټنې عالي ادارې خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د پلټنې عالي ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یادې ادارې لوی رییس مولوي محمد محسن هاشمي ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت هغه نظام دی، چې د رزګونو شهیدانو په وینو رامنځته شوی او هیڅ ډول فساد په کې شتون نه لري.

نوموړي ویلي، د تېر کال په مرکز او ولایتونو کې د عامه سکتور په ادارو کې د پلټنو په پایله کې ۲۶ قضیې چې جرمي بڼه یې درلوده تثبیت او د زیاتو څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

 د پلټنې عالي ادارې مسلکي سلاکار فضل الله نظامي ويلي، د پلټنې له یو کلن زده کړییز پروګرام څخه د ۵۰ تنه مفتیشنو فراغت، ۳۸۶ تنه پلټونکو ته د ۱۹ لنډ مهاله زده کړییزو پروګرامونو په لار اچول او د انټوسای سازمان، اسوسای او ایکوسای د زده کړییزو پروګرامونو کې په انلاین ډول د ۲۱ کارکوونکو ګډون د ظرفیت لوړونې برخه کې د یادې ادارې لاسته راوړنې دي.

 مسولینو په ۱۴۰۲ کال کې د دې ادارې له عمده پلانونو څخه؛ ۲۹۰ مراجعو کې د قوانینو او مقرراتو د رعایت پلټنه تر سره کول، د ۹۶ ودانیزو پروژو پلټنه او په ۳۶ دولتي شرکتونو کې د مالي پلټنې او قوانینو رعایت پلټنه کول یاد کړي.