ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهید افتاب فرقې په دویمې پلې لوا کې لسګونه نظامي وسایط او یو شمېر وسلې ترمیم شوي

په پروان کې د ٢٢١ شهید افتاب فرقې اړوند دویمې پلې لوا د تخنیک او توپچي امریت مسولینو د پرله پسې هڅو په پایله کې ۵۶ عرادې نظامي وسایط او یو شمېر ثقیله وسلې، چې په تېرو څو کلونو کې تخریب شوې وې د دوهم ځل لپاره ترمیم او ګټې اخیستنې ته برابرې شوي.

په دغو نظامي وسایطو کې ٢٧ هاموې ټانګونه، ٢٢ انترنشنل موټر او اووه امبولانسونه شامل دي.

همدا زار د توپچي امریت له لوري څلور میله زیوو ZU  یو میل سکربیست او دوه د بیم یک دستګاوې هم فعاله او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.