د ازموینو ملي ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د ازموینې ملي ادارې سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ په تېر کال کې د هېواد په کچه د بېلابېلو ادارو لپاره څه باندې ۳۲ ازموینې اخیستل شوي، چې ۳۵۰ زره تنو پکې ګډون کړی وو.
نوموړي د سږ کال کانکور ازموینه کې رامنځته شوي سهولتونه: د ګډون کوونکو عامه پوهاوی، په پوښتنو کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د پوښتنو بانک اصلاح، د پوښتنو نوي کول، د پښتو او دري ترڅنګ په انګلیسي او عربي ژبو د ازموینو ورکړې زمینه برابرول، د پوښتنو په برخه کې له یوې ژبې بلې ژبې ته د پوښتنو ژباړلو تصور له منځه وړل، د ازموینې وخت کې زیاتوالی، مربوطه ادارو سره همغږي رامنځته کول او د قوي نظارت سره د هر ګډون وال د لیاقت قدردانی بللي دي.
د شیخ عبدالباقي حقاني په وینا؛ سږ کال کانکور ازموینه کې ۹۵ زره او ۱۰۲ تنو ګډون درلود، چې د دې جملې څخه به ۷۶ زره ۷۱۶ تنه پوهنتونونو او انسټیټوټونو ته جذب شي.
د ازموینو ملي ادارې د ازموینو چارو سمون رییس عرفان الله عابد ویلي، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره په مرکز او ولایتونو کې د عمومي، متفرقه، دیني مدرسو، شپې او اختصاصي برخو لپاره ۱۵۰ زره فورمونه وېشل شوي.
د نوموړي په زیاته کړې، چې د ازموینو ګډونوالو لپاره د شمولیت کارتونو، ځواب پاڼو او پوښتنو کتابچو چاپول، د کانکور ګډونوالو لپاره په پښتو او دري ژبو د کانکور لارښود کتاب لیکل، په تحصیلي بنسټونو کې د جذب په موخه د ۵۰۰ تنو د مکتوبونو طی مراحل او د ادارې ټولنیزو چینلونو له لارې د ۹۰ زره تنو ستونزو ته رسېدنه د ازموینو ملي ادارې له فعالیتونو څخه دي.
مسولینو د ازموینې ادارې معیاري کول، ستراتیژیک پلان جوړول، د نوي سهولیتونو رامنځته کول، د ازموینې اختصاصي کول، د خصوصي پوهنتونونو ازموینه اخیستل، موجوده سیستم تغیرول، په نړیوالو تقاضاوو جوړ سیستم رامنځته کول، د پوښتنو مختلف بانکونو درلودل، یاد بانکونه په څلورو ژبو غني کول، د کارمندانو ظرفیت لوړول او د انلاین سیستم له لارې ثبت نام کول د یادې ادارې لپاره راتلونکي پلانونه یاد کړي دي.

