ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د انسانیت او انسان دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي

د مهاجرينو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د تخنيکي کمېټې لومړۍ ګډه ناسته شوې.
ناسته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دفتر د رییس لیونارد زولو او ور سره مل پلاو، د  وزارت د دفتر د رييس الحاج قاري محمد اجمل وياړ، د مرستو د همغږۍ  رییس شیخ عبدالرحمن رحماني او د وزارت حقوقي سلاکار محمود الحق احدي په ګډون شوې.

یاده ناسته کې د مهاجرينو چارو وزارت او یاد دفتر د ٢٠٢٢ کال د هوکړې مطابق د قراردادي کارکوونکو د معاشونو، یاد وزارت ته د نقلیه وسایطو او په انټر کانټیننټال هوټل کې د تر سره شوو برنامو د لګښتونو د ورکړې په اړه خبرې شوي.
د مهاجرينو چارو وزارت حقوقي سلاکار ویلي، د دې ناستې موخه د ستونزو ته د حل لارې موندل او په تېر کال کې د ترسره شوو کارونو ارزونه ده، چې د یو بل سره په هوکړې بايد یوې مطلوبې پايلې ته ورسېږو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دفتر د رییس ویلي، د دې ادارې او د یاد وزارت موخه مستحقينو نو ته د خدماتو وړاندې کول دي، چې دواړه ادارو په مرکز او ولایتونو کې خپل فعاليتونه په ښه ډول کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد شوي موضوعات به مرکزي دفتر سره شريکوي او د مطلوبو غوښتنو په اړه به د عالي کميشنر سره خبرې وکړي.
د مرستو د همغږۍ رييس ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او نړۍ سره زموږ اړیکې د انسانیت او انسان دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي.
د مهاجرينو چارو وزارت دفتر رييس په خپلو خبرو کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.
همداراز زولو د مهاجرینو او راستنیېدونکو چارو له وزارت سره د کډوالو ادارې د مرستې او همغږۍ ډاډ ورکړی.