د بهرنیو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ چې د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست او په بهر کې افغانانو ته د خدماتو رسولو مسولیت لري.
نوموړي په تېر یوه کال کې په سیاسي او ډیپلوماتیکه برخه کې پرمختګونه او لاسته راوړنې؛ د سیمې او نړۍ په سیاسي تګلارو کې د پام وړ مثبتو او منفي بدلونونو تغیر، د رسمیت پېژندنې لپاره هڅې، بهرنی سیاست او اقتصاد محوري، د ظرفیت لوړونې په برخه کې اخیستل شوي ګامونه او د هېواد دباندې او دننه هېوادوالو ته د کونسلي خدماتو وړاندي کول یاد کړي.
سرپرست وزیر ویلي؛ موږ توانېدلي یو چې د افغاني محصولاتو د صادرولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره سرحدي لاري خلاصي وساتو او د ټرانزیټ په برخه کې په تیر یوه کال کې د افغانستان له لارې د جنوبې اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ ۵۳ زره ۶۷۹ ټرانزیټي وسایل انتقال شوي، چې په ټوله کې یو میلیون او ۶۰ زره ټنه مواد د افغانستان له لارې نه په ټرانزیټي شکل انتقال شوي دي.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړې، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره مو اړيکې د پراخېدو په حال کې دي اوهېواد ته په مختلفو برخو کې د بهرنيانو تګ راتګ راتګ د پام وړ ډېر شوی دی.
د ښاغلي متقي په وینا؛ له هېواده بهر ډیرو ازستازولیو ته نوي ډیپلوماتان لیږل شوي، چې په کې ورځ په ورځ پرمختګ او اړیکو کې ښه والی راځي.
د بهرنيو چارو وزارت وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي ویلي؛ مونږ په تېرو دوه کلنو کې توانېدلې يو، چې په کور دننه اختلافات له منځه يوسو او دا مو ثابته کړه چې اوس دلته يو نظم او مرکزي حاکميت شتون لري.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم ویلي، په مسلسله توګه د مختلفو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې را دعوت او ملاقاتونه ورسره شوي، چې په نتیجه کې د افغانستان بیلابیلو سکتوري ادارو او وزارتونو لوړ پوړي پلاوو ته زمینه برابره شوه، چې بهرني هېوادونو کې اغیزمنې غونډې ولري.
نوموړي زیاته کړې، خپلو تولیداتو ته د ښه بازارموندنې ترڅنګ مو خپل اقتصادي شریکان په دې قانع کړي هغه توکي چې په افغانستان کې زموږ مستهلکین ورته اړتیا لري په ډیره ټیټه بیه برابر کړو.
د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو ریيس مولوي محمد شعيب بريالي ویلي، چې هېوادوالو ته مو د اسنادو د تایيد په برخه کې د هوساینې په موخه ولايتي استازولۍ له مرکز سره نښلولي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد څخه د باندې مو په ځيني هېوادونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ پيل کړې او په نژدې راتلونکې کې به دغه لړۍ په نورو هېوادونو کې هم پيل کړو.

