د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس مولوي محمد اسحاق اخندزاده د ژورنالیستان اتحادیې سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي نظام د اتحاد او یووالي له امله پایدار پاتې دی، باید د قلم او ژبې په واسطه یې ملاتړ وکړو.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د افغانستان د ژورنالیستانو له اتحادیې سره د دوی د ستونزو د حل په موخه د مولوي محمد اسحق اخند زاده په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د خبریالانو د ستونزو او اړتیاو په اړه خبرې شوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو اتحاديې مشر حفیظ الله بارکزي او له بېلابېلو ولایتونو راغلیو استازیو خپلې اقتصادي او اطلاعاتو ته د لاس رسي ستونزې شریکې کړې.
نوموړو له چارو ادارې غوښتي؛ چې په یاده برخه کې ورسره همکاري وکړي او په وینا يې اسلامي امارت باید د رسنیو پر اقتصادي، ښوونیزې او ټولنیزې پراختیا تمرکز ولري.
مولوي محمد اسحاق اخندزاده د ژورنالیستانو اتحاديي ته د ډاډ تر څنګ ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي، د دوی ستونز او غوښتنې به له لوړ پوړو مقاماتو سره شريکې کړي.