ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

”هېوادوال دې د غرب تبلیغاتو پر وړاندې فکري مبارزه وکړي“

د کابل دشت برچي سیمه کې د اهل تشیع قومي مشرانو او ځوانانو له لوري د اسلامي امارت خپلواکۍ دویمه کلیزه نمانځل شوې.

په دغه نمانځغونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، وزارت د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیع الله ثاقب، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، دولتي مسولینو، د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو، اسلامي نظام د الله ج له لوري پیرزوینه بللې او د هزاره قومونو په استازیتوب یې د اسلامي امارت څخه ملاتړ او د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړی.

مفتي شفیع الله ثاقب د اسلامي ارشاداتو پر بنا ګډونوال یووالي او یو بل منلو ته را بللي او راغلیو مشرانو څخه یې غوښتنه کړې، چې د غرب د تبلیغاتو پر وړاندې دې فکري مبارزه وکړي او خپل ځوانان دي د هېواد ښېرازه کولو مبارزې او کوښښ ته وهڅوي.