ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریيس: اسلامي نظام د ولس په همکارۍ رامنځته شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو د ولسونو او دولتي چارواکو ترمنځ د مخامخ دوه اړخيزو غوښتنو، سپارښتنو، ګډو بحثونو او ستونزو ته د حل لارو لټولو په موخه غونډه جوړه شوې.

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حيات الله مهاجر فراهي او د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال دکتور لطف الله خېرخواه په ګډون لوړ پوړو چارواکو، ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسولینو، قومي مشرانو، ليکوالو، فرهنګيانو، ديني علماوو او په سلګونه ولسي وګړو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي نور محمد حنيف ګډنوالو ته هرکلي ترڅنګ ویلي؛ د دې هېواد هر وګړی زموږ د سر سترګې دي، د همدې ولس په همکارۍ مو دغه ستره بريا ترلاسه او د اسلامي نظام څښتنان شوي یو.

نوموړي ویلی؛ دا د ولسونو او نظام ترمنځ د همکارۍ ښه بېلګه ده، چې په ازاده فضا او ډاډمن امنيت کې زموږ د غونډې ټول ګډونوال له مسوولينو سره خپلې غوښتنې او وړانديزونه شریکوي.

د ګډونوالو په استازولۍ حاجي جهانزېب مومند ویلي؛ ولسونه په دې پوه شوي، چې حاکم نظام د خلکو د هوساېنې او د هېواد بيارغونې لپاره ډېرې لاسته راوړنې لري او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتنه کړې؛ چې د پوهنې په ګډون د سړکونو، روغتيا او ځوانانو ته د کار برابرولو زمينې برابرې او د سیمې اړتیاوو ته په کتو پروژې پلي کړي.

د پوهنتون استاد عبدالرحيم صراف ویلي؛ زموږ هېواد له څلورو لسيزو جګړو وروسته د يو داسې نظام درلودونکی دی، چې د خلکو په غوښتنه او د علمي کادرونو په ساتنه کې به خپل مسووليتونه ادا کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال او د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال ویلي؛ دغه نظام د همدې ولسونو په ملاتړ او د دوی د بچيانو د قربانيو او سرښندنو په نتيجه کې رامنځته شوی، موږ به د خپلو ولسونو ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارې چارې لټوو او يو شمېر غوښتنې به لوړپوړيو چارواکيو ته د حل په موخه ورسوو.

نوموړو د راغليو مسوولينو، قومي مشرانو او د بېلابېلو نهادونو له استازو مننه کړې، چې د نظام د لا ټينګښت لپاره يې خپلې مشورې، غوښتنې او وړانديزونه له دوی سره شريکې کړې.