ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فراه کې څلور زره او ۴۱۶ ټنه عناب تولید شوي

فراه ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایې؛ سږ کال په دې ولایت کې څلور زره او ۴۱۶ ټنه عناب تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله پکې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

مسولینو زیاته کړې؛ چې  سږ کال په دې ولایت کې د عنابو د کښت ټوليزه سیمه یو زر او ۳۸۰ هکټاره ده، چې ټول حاصلات یې څلور زره او ۴۱۶ ټنه دى.

د یاد ریاست د کرنې د ودې لوی مدیر انجنیر عبدالخالق شیرزاد زیاتوي؛ که څه هم د فراه عناب ځانګړی مارکیټ نه لري، ولي بیا هم هڅې روانې دي ترڅو په دې ولایت کې د ځانګړي مارکیټ ترڅنګ د پروسس زمینه هم برابر شي.

د عنابو سوداګر وایې؛ چې یاده مېوه د هېواد یو شمیر ولایتونو سربیزه پاکستان او هند هېوادونو ته هم استوله کېږي.

عناب يو زيتوني ډوله مېوه ده، چې په تازه او وچه بڼه ترې ګټه اخیستله کېږي او ګڼې درمليزې ځانګړتياوې لري.