د کابینې په درېیمه غونډه کې د نورو پرېکړو او تصامیمو تر څنګ د برېښنا ضایعاتو د سلنې کمولو، د معاشونو کنټرول، اړوندو هېوادونو سره د مفاهمې له لارې د برېښنا د بیې کمولو او تعرفې اړوند یو پلاوي ته مسولیت سپارل شوی.
دا پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ټاکل شوی؛ د سیمو، منابعو او یا هم د برېښنا د استعمال د کچې له مخې د برېښنا تعرفي د تفاوت د جواز او نه جواز اړوند له مرکزي دارالافتا په استفتا هم ګمارل شوی دی.
یاده غونډه چې رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دایره شوې، د قران کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث شوی.
دې ناسته کې همدارنګه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازیو په ګډون پلاوي ته په تېره اداره کې د امنيتي پوستو او بېسونو لپاره نیول شویو شخصي یا امارتي ځمکو اړوند دنده وسپارل شوه، چې په تفصیلي راپور کې يې تفکیک، په نښه او د تصمیم لپاره کابینې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د ښاري فاضلابو لپاره د مناسب ځای طرحه تاید او همدارنګه ټولو امارتي ادارو او وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د دوی اړوند ورک شویو توکو او وسایطو پلټنه وکړي، ويې مومي او کوم چې ناممکن وي د معتمدینو له جمع څخه د وضع کېدو د اجازې لپاره دې يې د ریاست الوزرا مقام ته ولېږي.

