ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: رسنۍ باید له ناسمو او نا جایزو نشراتو څخه ډډه وکړي

رسنۍ باید له ناسمو او نا جایزو نشراتو څخه ډډه وکړي
د امرباالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي بامیانو ولایت کې جوړې شوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي؛ زه په هغو نیوکو خوشالېږم چې د اصلاح په نیت وي او زموږ نیمګرتیاوې را په ګوته کړي.
ښاغلي حنفي له خبریالانو غوښتي، چې د رسنیو اصل په پام کې نیولو سره له ناسمو او نا جایزو نشراتو څخه ډډه وکړي.
شیخ محمد خالد حنفي ویلي، چې امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت دنده له الهي او عبدي حقوقو قایمول دي او د سمع شکایات برخه یې د بنده د حقوقو د ضایع کیدلو مخنیوی کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د حاکمولو لپاره لسګونه زره افغانانو سره قرباني ورکړي او اوس باید ټول هڅه وکړو چې په ښه توګه اسلامي احکام تطبیق کړو.
د امرباالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر د بامیانو اوسېدونکو ته په خطاب کې ویلي، چې که له کوم مسول څخه شکایت لرئ موږ ته عارض شي، ډاډ درکوم چې ستاسو غږ به واورېدل شي.