د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ ګډې تخنیکي کمېټې د افغانستان برېښنا شرکت ارزونه کړې.
تخنیکي کمېټې د دې شرکت د تاریخچې، لومړنۍ پانګې، پخواني او اوسني وضعیت، بیلانس، عوایدو، لګښتونو، طرحو او پلانونو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه بحثونه کړي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته برېښنا شرکت د کورنیو خپلواکو لمریزو او اوبیزو تولیدوونکو سره د خبرو په پایله کې تعرفه راټیټه کړې، چي ورسره د برېښنا شرکت ۲.۲ میلیونه ډالره سپما کړې ده او له ګاونډیو وارداتي هېوادونو سره د خبرو له لارې یې د برېښنا د پېر بیه راټیټه کړې.

