د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ هدایت له مخي د کابل ګمرک په ګمرکي طی مراحلو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ د هدایت له مخي سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د عریضې پروسه له منځه وړل شوې.
تر دې وړاندې به سوداګریزو شرکتونو کابل ګمرک ته د خپلو محمولو د داخلېدو لپاره د ګمرک ریاست ته عریضه کوله، چي طی مراحلو یې زیات وخت ته اړتیا درلوده.
کابل ګمرک د هېواد تازه مېوې او سبزي خرابوالي څخه د مخنیوي او مارکیټونو ته په خپل وخت د رسېدو لپاره د یاد ګمرک کاري موده تر 6:30 دقیقو اوږده کړې او د یادو توکو د چټک طی مراحلو لپاره د بررسۍ او مرستندوي مېز برخي، دوه دوه یوزرونه هم زیات شوي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې د دوی ټولې اصولي غوښتنې مني.

