د لوګر ولایت د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې لومړی فاز بشپړ او د دویم فاز چارې یې پیل شوې.
د دغې پروژې د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او دویم فاز د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي شیخ ضیاء الرحمن مدني، د کابل عمومي حوزوي رییس انجنیر عارف مومند، د لوګر د اوبو او انرژۍ رییس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده، علماوو، قومي مشرانو او سیمهییزو مسولینو شتون درلود.
په یادو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر د لوګر د خلکو د قربانیو او اتلولیو قدرداني وکړه او د خروار بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره، د یاد بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز بشپړېدل او د دویم فاز پیل د اوبو د مدیریت په برخه کې مهم ګام وباله.
نوموړي د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې، د اسلامي نظام حاکمیت یې یو الهي نعمت وباله او له خلکو یې وغوښتل، چې د دغه نعمت د شکر ادا کولو لپاره دې د نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.
په ورته مهال، د کابل حوزوي رییس انجنیر عارف مومند د خروار بند د دواړو پروژو تخنیکي جزیات وړاندې کړل.
د معلوماتو له مخې، د خروار بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز چارې تېر کال د اسلامي امارت لهخوا د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې وې، بشپړې شوې دي.
د دې بند د دویم فاز چارې بیا د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې دي، چې ټاکل شوې د پینځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
خروار بند ۳۶ متره لوړوالی او ۱۴۰ متره اوږدوالی لري او د شپږ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

