د اسلامي امارت د چارواکو د ډیپلوماټیکي هڅو او لاسته راوړنو په لړ کې ترکیه کې افغان سفیر محمد زبیر ودان د یاد هېواد د عدليې وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کابل – انقرې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او هېواد ته د افغان بندیانو د لېږد په تړاو خبرې کړې دي.
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، اوسمهال په ترکیه شاوخوا زر تنه افغان کډوال بندیان دي او اسلامي امارت د افغان بندیانو د ازادېدو او افغانستان ته یې د دوسیو د رالیږد لپاره هڅې کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ترکیه کې شاوخوا ۴۰۰ زره قانوني او غیر قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي، چې اسلامي امارت يي بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

