د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چین د یون نان ولایت د کرنیزو علومو له اکاډمۍ او د کونمینګ ښار له درملو تحقیقاتي مرکز څخه لیدنه کړې.
ښاغلي حنفي د دې لیدنې پر مهال په دغو مرکزونو کې د کرنیزو او نړۍ د طبي علومو په برخه کې ترسره شوي علمي تحقیقات د مهمو اکتشافاتو او لاسته راوړنو له ډلې بللي او د افغانستان له علمي او تحقیقي مرکزونو سره یې د ذکر شویو مرکزونو د علمي او تحقیقي تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده.

