د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسيې له سفير دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي ژیرنوف د روسیې حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې دغه هېواد د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
د روسیې سفیر دغه پرېکړه د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو تاریخي ګام وباله.
ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله وبلله.
ښاغلي متقي وویل، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ياد وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام په موخه یوه ښه بېلګه رامنځ ته کوي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.
روسیې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده

