د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اذربایجان په خانکندي ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو او مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند عشقاباد کې د سفیر په کچه او ماري ښار کې د سر قونسل په کچه د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړېدل یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې دغه اقدام کولای شي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې “ټاپي” د کابل او عشقاباد تر منځ یوه له مهمو ګډو اقتصادي پروژو څخه ده، چې د سیمې هېوادونو تر منځ د همکاریو پراختیا ته زمینه برابروي.
ښاغلي برادر دغهراز ویلي، د دې پروژې لارنقشه د اسلامي امارت لهخوا بشپړه شوې او هڅې روانې دي، چې په افغانستان کې یې اړوند کارونه له ځنډ او خنډ پرته پرمخ لاړ شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کابل او عشقاباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره، په دواړو ښارونو کې د سوداګرۍ خونو او بانکونو د څانګو پر پرانیستلو او همداراز افغان سوداګرو ته د ویزې د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار کړی.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځای کار کول به د دواړو هېوادونو په اقتصادي ثبات، پراختیا او ښېرازۍ کې ګټور رول ولوبوي.
همدارنګه نوموړي د کرنې په برخه کې د ترکمنستان تجربې او پرمختګ ته په کتو له دې هېواد غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار وکړي.
بلخوا، رشید مردوف ویلي، ترکمنستان تل له افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي او د دغه هېواد ولسمشر تل په نړیوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی او د هېواد پرمختګونه یې ستایلي دي.
نوموړي زیاته کړې: “زموږ جمهور رییس تل په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او هلته یې د ترسره شویو پرمختګونو ستاینه کړې ده.”
ښاغلي مرادوف ویلي، ترکمنستان چمتو دی ترڅو له افغانستان سره د سیاسي اړیکو تر څنګ، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو په برخه کې ګډ کار ته ادامه ورکړي.
نوموړي په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دې سترې انرژۍ پروژې کارونه د پلان له مخې روان دي.
همدارنګه رشید مردوف له افغان لوري غوښتي، چې د ټاپ پروژې د مسیر تفصیلي نقشه له ترکمنستان سره شریکه کړي، تر څو پاتې تخنیکي او تطبیقي چارې یې نهایي شي.
په غونډه کې همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته او تر کار لاندې پروژو د چټکتیا (تسریع) په اړه ټینګار شوی، تر څو دغه پروژې پر ټاکلي مهال بشپړې شي.
په پای کې، دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د یادو همکاریو د پرمختګ او منظم تعقیب په موخه به د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو مرستیالان وخت پر وخت اړوند موضوعات تعقیب کړي او پر پرمختګونو به څارنه ولري.

