ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني او د اوزبیکستان د ملي امنيت ریيس لیدنه؛ د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اوزبیکستان د ملي امنيت له ریيس جنرال قربانوف باخودیر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کورنيو چارو وزرات لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، له مخدره توکو سره د مبارزې مرستيال ملا عبدالحق همکار او د عامه ساتنې مرستيال مولوي سعيدالله حماس ګډون درلود.

خلیفه سراج‌الدین حقاني یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دغسې ناستې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره مهمي بللې دي.

 د کورنیو چارو وزارت وایي، چې یاده لیدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، اقتصادي او امنيتي برخه کې د دوامداره همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې، تر څو د دواړو هېوادونو په امنيت کې ښه‌والی راشي او دغه راز یادو هېوادونو ته د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو مخه ونيول شي.

په پای کې ښاغلي قربانوف د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې د اوزبیکستان هېواد له لوري د پيل شويو اقتصادي پروژو امنيت يې بشپړ ټینګ کړی دی.