ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1143

په خوراکي توکو کې د غیرې مجاز میتالیک یا فلزي رنګونو استعمالول منع اعلان شول

د خوړو او درملو ملي ادارې مسولین وایې، چې د طبي څېړنو له مخې په غذایې توکو په ځانګړي ډول د محفلي کیک په جوړولو کې د غیرې مجاز میتالیک یا فلزي رنګونو کارول، چي د هېوادوالو لپاره د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کیږي، منع دي.

د یادې ادارې د مسلکې کارکوونکو په وینا؛ که چېرې په دوامداره توګه په خوراکې توکو کې غیرې مجاز میتالیک یا فلزي رنکونه وکارول شي ګڼ شمېر ناروغۍ رامنځته کوي.

بلخوا یو شمېر کابل ښاریان د خوړو او درملو ملي ادارې له دغې پرېکړې هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده؛ تر دې مهاله یو زر او ۵۰۰ ډوله مواد په خوراکي توکو کې، چې د نړیوال غذایي پروګرام او نورو بنسټونو له لوري اجازه ورکړل شوې، کار کېږي.

بیجینګ کې د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي بیارغونې او بشري همکاریو درېیمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت او چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو اړوند سياسي څانګو په مشري بجینګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د اړیکو ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو ته د رسېدو وزارتونو استازو د چين له لوري د یاد هېواد د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، اجباري راستنه شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او روغتيا په برخه کې د چين مرستو ته د کتنې ترڅنګ چينايي لوري ژمنه کړې، چې افغانستان سره د اجباري راستنه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي.

همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو درملنې د بياپيل زمينه برابره کړي.

همداراز د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزیو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی کړی.

د خوست کرېکټ لوبغالي رغنیزې چارې پیل شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پرمختګ څانګې د خوست ولایت رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي د بیارغونې د پیل خبر ورکړی دی.

د کورني کرېکټ پرمختګ څانګې په خپله فیسبوک پاڼه د دې چارو د پیل ځینې انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، چې د دې لوبغالي چمن په بشپړ ډول اړول شوی او په کې د نوي چمن د زرغونولو په موخه زراعتي خاوره کارول شوې ده.

دوي زیاتوي، د چمن سربېره په یاد لوبغالي کې د څلور نويو ویشتنځایونو/پیچونو د جوړېدو چارې هم جریان لري، چې په دې سره به په دغه لوبغالي کې د ویشتنځایونو شمېر له درېیو، اوو ته لوړ شي.

د رحمت ولي مسرور لوبغالی د هېواد په کچه یو له مهمو لوبغالو دی، چې وخت ناوخت په کې د کورني کرېکټ بېلا‌بېل ډوله لوبلړۍ ترسره کېږې او د کورني کرېکټ د پرمختګ څانګې د خبر پاڼې له مخې، موده وړاندې په یاد لوبغالی کې د یو روزنتون چارې بشپړې او د یو مېلمستون چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې ۹۰ سلنه کارونه مخ ته تللي دي.

بهر مېشتي افغانان د امربالمعروف له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې؛ د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې‌اساسه دي

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له افغان بهر مېشتو سیاسي څهرو او سوداګرو سره د یاد وزارت په مقر کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

یاد سیاسیون او سوداګر چې له مختلفو اروپايي هېوادونو څخه راغلي په لیدنه کې یې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او په ټوله کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې او ویلي یې دي؛ دا د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت په دومره کم وخت کې لویې لاسته راوړنې لري.

دغه راز یې د خلکو د شکایتونو اورېدلو په برخه کې د یاد وزارت ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ دا لومړی ځل دی چې هېوادوال په دومره ډاډه زړه او پرته له وېرې خپل شکایت تر مسولو چارواکو رسوي او دا یوه غوره لاسته راوړنه ده.

دوی زیاته کړې؛ ټولې هغه اندېښنې چې مخکې له راتګ څخه یې د ښځو د حقونو په تړاو درلودې له منځه ولاړې او ډاډه شول. دغه‌راز یې ټولې هغه ډنډورې چې نړیوال او ځينې کړۍ یې د افغان ښځو د حقونو په تړاو لري بې بنسټه او ناسمې بللې دي.

شیخ محمد خالد الحنفي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته ډاډ‌ ورکړی او ویلي یې دي؛ د مېرمنو ټول حقوق چې اسلام مبارک دین ورکړي حتماً یې ورکوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د امارت په راتګ سره د ښځو ټول هغه حقوق چې مخکې به تر پښو لاندې کېدل او نه به ورکول کېدل تامین شوي دي.

ښه مثال یې د ښځو میراث او د هغوی په بدو کې ورکول یاد کړي، چې امر بالمعروف وزارت په تېرو درې کلونو شاوخوا کې د پینځه زره مېرمنو میراث اخیستی او ورته تسلیم کړی یې دی. همدا راز په ټول هېواد کې د مېرمنو په بدو کې د ورکولو مخنیوی شوی چې د دې کار کچه اوس تقریبا صفر ته رسېدلې ده.

په پای کې ښاغلي حنفي صاحب له ټولو راغلو مېلمنو څخه غوښتي، چې نړیوالو ته د اسلامي امارت ریښتینی انځور وړاندې کړي او هر وخت د خپلو نېکو مشورو شریکولو په موخه راشي او په ګډه د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له مسولینو سره مرسته وکړي.

د راغلو مېلمنو له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی او ویلي یې دي؛ اماده دي چې په مختلفو برخو کې خپلو هېوادوالو ته خدمات او نړۍ ته د اسلامي امارت خصوصاً د امر بالمعروف وزارت رښتینی انځور وړاندې کړي.

مولوي عبدالکبیر: ټول هېوادوال له کوم توپیر پرته خپلې ستونزې او غوښتنې له اړوند مسولینو سره شریکولای شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (چهارشنبه، د وري ۲۹مه) د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو ویلي، چې ننګرهاریان د تېر په څېر له اسلامي امارت سره خپل بیعت او د همکارۍ ډاډ څرګندوي او خوښ دي، چې د اسلامي نظام په بریا سره په ننګرهار کې د داعش فتنې پای موندلی او د بیا پيدا کېدو وېره یې له منځه تللې ده.

دغو مخورو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د عامه څړ ځایونو د ملکیت څرنګوالي د حل غوښتنه کړې او خپل وړاندېزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له مقام سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره په تېر او اوس کې د ننګرهار د ولسونو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي؛ له مجاهدینو د ولسونو ملاتړ او د هغوی همکاري سبب شوه چې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره بریا ته ورسېد او اسلامي نظام یې حاکم کړ.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او ټول هېوادوال له توپیر پرته کولای شي چې له اړونده مسولینو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړي.

نوموړي د هسکې مېنې مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د وړاندېزونو په هکله به یې غور وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۷/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۸/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۳۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۲۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱) تن لیسانس، (۲) تنه حافظان، (۱۱) تنه غریبکار او (۱۸) تنه حرفه يي او مسلکي کسان ثبت کړي دي، چې ټولټال (۳۳) تنه کیږي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۲۴۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۴۸) کورنیو سره مجموعاً (۴۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۷۸) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۸۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۱۸۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱۵) تنه غریبکار او (۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۷) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۴۷) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۹۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۱۳) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۳) را ستنو شوو کورنیو سره (۶۰۴۰۰۰)افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۳۳) کورنۍ، (۴۱۳) افراد

مرسته شوي مهاجرین: ۱۳۱) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۴۴) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

راشد خان اسټرالیا ته: زه ستاسو لپاره خپله لوبډله او هېواد نه پرېږدم

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان له کرېک‌اینفو سره په یوه تازه مرکه کې اسټرالیا ته په غبرګون کې ويلي؛ اسټرالیا نه غواړي چې زموږ له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي، خو په خپل کورني لیګ کې بیا زما لوبېدو ته زیات لېواله دي.

خان د پوښتنې په شکل زیاته کړې دا څه معنا لري ” په خپل لیګ کې زما شتون غواړي، خو زموږ له ملي لوبډلې سره لوبلړۍ لغو کوي؟”

راشد خان وروسته خپلې پوښتنې ته په ځواب کې زیاتوي؛ په اسټرالیا کرېکټ غوره لیګ کې زما لوبېدل دا معنا لري، چې زه د دوی لپاره خپله ملي لوبډله او هېواد پرېږدم او دوی سره ولوبیږم.

نوموړي وروسته له هغې دا څرګندونې کړي، چې اسټرالیا له افغانستان سره د ۳ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لغو کړه.

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د ظلمونو دوام؛ ملګري ملتونه: د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۱۰ زره ښځو ژوند بایللی

ملګرو ملتونو پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په تړاو په نوي خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې غزه تړانګه کې څه باندې ۱۰ زره ښځو ژوند بایللی، چې شپږ زره یې میندې دي او اوس‌مهال ۱۹ زره یتیم ماشومان ترې پاتې دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر ژوندۍ پاتې ښځې کونډې او بې‌کوره شوې او له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

دغه‌راز غزه کې له یو میلیون زیاتې مېرمنې او نجونې خوړو، پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي توکو ته لاسرسی نه لري او له سختو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

بل لور ته د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د بې‌ځایه شویو پر دوو کمپونو د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د ډېری ماشومان په ګډون ۱۸ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.

د وروستیو شمېرنو له مخې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۳ زره او ۸۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۷۶ زره او ۵۷۵ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

کونړ کې تېر کال نږدې ۶۹ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټولیيز ډول پر ۶۸ زره او ۶۰۷ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې، چې ۴۱ زره او ۱۷۶ یې برېښنايي، ۲۲ زره او ۸۴۱ یې کاغذي او ۴زره او ۵۹۰ نورې یې مثنی دي.

د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو رییس عبدالغفار ذکي وايي، چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۵ ولسواليو کې یې دفترونه فعال دي او تېر کال یې ۳ زره او ۷۵۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۲ زرو او ۷۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۹۲ زېږون کارتونه، ۱۳۶۰ د مړینې پارچې او ۵۱۸ د واده او یو د طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د کونړ د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې غوښتوونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې او هېوادوال په اساني برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.