ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهر مېشتي افغانان د امربالمعروف له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې؛ د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې‌اساسه دي

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له افغان بهر مېشتو سیاسي څهرو او سوداګرو سره د یاد وزارت په مقر کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

یاد سیاسیون او سوداګر چې له مختلفو اروپايي هېوادونو څخه راغلي په لیدنه کې یې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او په ټوله کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې او ویلي یې دي؛ دا د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت په دومره کم وخت کې لویې لاسته راوړنې لري.

دغه راز یې د خلکو د شکایتونو اورېدلو په برخه کې د یاد وزارت ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ دا لومړی ځل دی چې هېوادوال په دومره ډاډه زړه او پرته له وېرې خپل شکایت تر مسولو چارواکو رسوي او دا یوه غوره لاسته راوړنه ده.

دوی زیاته کړې؛ ټولې هغه اندېښنې چې مخکې له راتګ څخه یې د ښځو د حقونو په تړاو درلودې له منځه ولاړې او ډاډه شول. دغه‌راز یې ټولې هغه ډنډورې چې نړیوال او ځينې کړۍ یې د افغان ښځو د حقونو په تړاو لري بې بنسټه او ناسمې بللې دي.

شیخ محمد خالد الحنفي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته ډاډ‌ ورکړی او ویلي یې دي؛ د مېرمنو ټول حقوق چې اسلام مبارک دین ورکړي حتماً یې ورکوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د امارت په راتګ سره د ښځو ټول هغه حقوق چې مخکې به تر پښو لاندې کېدل او نه به ورکول کېدل تامین شوي دي.

ښه مثال یې د ښځو میراث او د هغوی په بدو کې ورکول یاد کړي، چې امر بالمعروف وزارت په تېرو درې کلونو شاوخوا کې د پینځه زره مېرمنو میراث اخیستی او ورته تسلیم کړی یې دی. همدا راز په ټول هېواد کې د مېرمنو په بدو کې د ورکولو مخنیوی شوی چې د دې کار کچه اوس تقریبا صفر ته رسېدلې ده.

په پای کې ښاغلي حنفي صاحب له ټولو راغلو مېلمنو څخه غوښتي، چې نړیوالو ته د اسلامي امارت ریښتینی انځور وړاندې کړي او هر وخت د خپلو نېکو مشورو شریکولو په موخه راشي او په ګډه د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له مسولینو سره مرسته وکړي.

د راغلو مېلمنو له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی او ویلي یې دي؛ اماده دي چې په مختلفو برخو کې خپلو هېوادوالو ته خدمات او نړۍ ته د اسلامي امارت خصوصاً د امر بالمعروف وزارت رښتینی انځور وړاندې کړي.