ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1145

د اهل‌هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو څېړل؛ هند د اسلامي امارت دا کړنه ستایلې

د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون نږدې یوه میاشت وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې مسولینو ته سپارښتنه کړې، تر څو د اهل‌هنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې و څېړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د اسلامي امارت دا کړنه ستایلې او په دې برخه کې یې یو ښه پرمختګ بللی دی.

ورته مهال کابل کې د اهل‌هنود استازي وايي، چې د ځمکو اسناد یې په کمیسیون کې تر څېړنې لاندې دي او هیله‌مند دي، چې خپل حقوق به ترلاسه کړي.

ګلجیت سنګ وايي؛ افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او د اهل‌هنود افغانانو یو شمېر کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې او دغه لړۍ لا روانه ده.

د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون نږدې یوه میاشت وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د اهل هنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې و څیړي.

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون تر دې مهاله په هېواد کې شاوخوا ۲۵ میلیون جریبه ځمکه تثبیت کړې، چې دوه میلیونه جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۵/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۶/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته ۷ سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځو را ستنو شوو کورنیو سره ۳۲۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: ۲۹ کورنۍ، ۹۴ افراد

مرسته شوي مهاجرین: ۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۷ عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

فوټبال؛ خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست مرکز لکڼو ځوانانو له لوري د کندهار، پکتیا او خوست ولایت څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختریز جام سیالۍ پیل شوې.

د اختریز جام په دغو سیالیو کې د کندهار فوټبال کلب، پکتیا اتفاق، خوست نبي او خوست لکڼ سنګر رییس لوبډلې ګډون لري او لوبېږي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د خوست ولايت ورزشي مسولينو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د یادو سياليو د پیل لوبه د کندهار کلب او خوست نبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خوست نبي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

د پوهنې سرپرست وزیر د هرات له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا هرات ولایت ته د ښوونځیو او مدارسو د ښوونيز وضعیت ارزونې په موخه رسمي سفر کړی.

نوموړي د خپل سفر په دویمه ورځ د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه په ملتيا د اسلامي انقلاب هلکانو عالي لیسې او یو شمېر نورو خصوصي ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې سرپرست وزیر د یادو ښوونځیو له مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې لیدنه کړې او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې تفصيلي خبرې کړې دي.

مولوي حبیب الله اغا په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنيزو چوپړونو په وړاندې کولو او پراختیا ټینګار کړی او د هرات ولایت له اوسېدونکو یې غوښتي، تر څو د ياد وزارت له پلانونو او پروګرامونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه‌راز نوموړي د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه کړې او د هغوی له رغنده وړاندیزونو څخه يې هرکلی کړی دی.

اسرائیلو ته د ایران ګواښ؛ د اسرائیلو بل برید ته به لا توند ځواب ورکړل شي

اسرائیلي چارواکي وايي، چې ایران به په مناسب وخت کې د خپلو بریدونو بیه پرې کړي. خو د ایران پوځي او سیاسي مشرانو ګواښ کړی، چې که اسرائیل بیا برید پرې وکړي، د دوی له لوري به لا سخت، ځواکمن او توند ځواب ورکړل شي.

ایران پرون شپه پر صهیونیستي رژیم شاوخوا ۲۰۰ ډرون، کروز او بالستیک توغندي توغولي وو، چې اسرائیلو یې د لوی شمېر له منځه وړلو ادعا کړه وه.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا بیا ځینې داسې وېډیوګانې خپرې کړې، چې ادعا کوي په بیت المقدس کې ځینې هدفونه وېشتل شوي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي یاد بریدونه د ایران پر کونسلګرۍ برید ته مشروع دفاعي غبرګون بللی دی.

د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي بیا ګواښ کړی، چې که اسرائیل بیا هر ځای برید پرې وکړي، دوی به یې نیغ په نېغه د ایران له خاورې په نښه کړي.

په مقابل کې اسرائیلي چارواکو ویلي، چې ایران به په مناسب وخت کې د دې برید بیه پرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا پر صهیونیسي رژیم د ایران له ځوابي بریدونو وروسته د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په تیلفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا به د ایران خلاف په هېڅ ډول بریدونو کې برخه وانه‌خلي.

ورته‌مهال د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین هم ویلي، چې واشنګټن له ایران سره د شخړې په لټه کې نه دی.

له دې وړاندې امریکا د صهیونیسي رژیم په مرکزونو د ایران د بریدونو پر وړاندې له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی و.

تخار کې تېر کال نږدې ۱۴۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د تخار د احصايې او معلوماتو ریاست وايي؛ په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې یې په ټولیيز ډول ۱۳۹ زره او ۸۸۳ پېژندپاڼې وېشلې، چې ۶۸ زره او ۱۴۹ برېښنايي او ۷۱ زره او ۷۳۴ یې کاغذي دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري شیرشاه بریال وايي، چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو په موخه د دې رياست دفترونو ته مراجعه کوي.

نوموړی زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې یې دفترونه فعال دي، چې تېر کال یې ۶ زره او ۸۲۹ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۱ زرو او ۲۵۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۰ زره او ۶۶۸ زېږون کارتونه او ۵۸۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې هره ورځ نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

په دې څانګو کې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت، د مثنی پېژندپاڼې وېش او عکس نوي کول هم وړاندې کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.

پر اسرائیلو د ایران هوايي بریدونه؛ جوبایډن: د ایران خلاف په هېڅ ډ‌ول بریدونو کې برخه نه اخلو

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره شپه پر صهیونیسي رژیم د ایران له ځوابي بریدونو وروسته د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په تیلفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا به د ایران خلاف په هېڅ ډول بریدونو کې برخه وانه‌خلي.

ورته‌مهال د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین هم ویلي، چې واشنګټن له ایران سره د شخړې په لټه کې نه دی.

له دې وړاندې امریکا د صهیونیسي رژیم په مرکزونو د ایران د بریدونو پر وړاندې له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی و.

له بلې‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تېره شپه یې په دمشق کې د دغه هیواد په قونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د برید په غبرګون کې د اسرائیلو په مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هېواد کې د ډاډمنې فضا رامنځته کول خپل مسولیت ګڼي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اختر په مناسبت د خپلو لیدنو په لړ کې د امارت له یوشمېر مسولینو، علماوو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

یادو قومي مشرانو او علماوو د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په تامین خوښي ښودلې او د اړونده مسولینو قدرداني یې کړې ده.

دوی ویلي، چې ولسونه د مجاهدینو او امنیتي مسولینو له نیک چلند څخه خوښ او له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له راغلو مېلمنو څخه په مننې ویلي، چې هر افغان په ډاډمنه فضا کې د ژوند کولو او خوښي نمانځلو حق لري او اسلامي امارت یې د دې حق ادا کول خپل مسولیت بولي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ملت په همکارۍ به تر اختر وروسته هم د امنیت د تامین هڅې جریان ولري.

د اسرائیلو او ایران تر منځ روان کړکیچ؛ ایران پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ توغندي توغولي

یو شمېر رسنیو د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري له قوله خبر ورکړی، چې له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ ډرون، کروز او بالستیک توغندي توغول شوي.

د نوموړي په وینا؛ د اسرائیلو او د هغوی د متحدینو دفاعي سیسټم د توغندیو او ډرونونو “لوی شمېر” له منځه وړي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا بیا ځینې داسې وېډیوګانې خپرې کړي، چې ادعا کوي په بیت المقدس کې ځینې هدفونه وېشتل شوي دي.

ورته مهال پر اسرائیلو د ایران له خوا له ډرون برید وروسته، ولسمشر بایډن یوه ایالت ته خپل سفر لنډ کړی او واشنګټن ته ستون شوی دی.