د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون نږدې یوه میاشت وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې مسولینو ته سپارښتنه کړې، تر څو د اهلهنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې و څېړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د اسلامي امارت دا کړنه ستایلې او په دې برخه کې یې یو ښه پرمختګ بللی دی.
ورته مهال کابل کې د اهلهنود استازي وايي، چې د ځمکو اسناد یې په کمیسیون کې تر څېړنې لاندې دي او هیلهمند دي، چې خپل حقوق به ترلاسه کړي.
ګلجیت سنګ وايي؛ افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او د اهلهنود افغانانو یو شمېر کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې او دغه لړۍ لا روانه ده.
د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون نږدې یوه میاشت وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د اهل هنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې و څیړي.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون تر دې مهاله په هېواد کې شاوخوا ۲۵ میلیون جریبه ځمکه تثبیت کړې، چې دوه میلیونه جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.