پر اسراییلو د ایران له غچ اخیستونکي برید وېره؛امریکا اسراییلو ته دوه جنګي کښتۍ لېږلي
د سورې په پلازمېنه دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د صهیونیستي رژیم له برید وروسته رسنیو د ایران له لوري پر اسراییلو د غچ اخیستونکي برید خبرداری ورکړی.
دا نه ده په ډاګه چې یاد برید به څه وخت کېږي؛ خو امریکا له اسراییلو د ملاتړ په موخه دوه جنګي کښتۍ اسراییلو ته لېږلي دي.
دغه راز هند هم له خپلو وګړو غوښتي، چې ایران او اسراییلو ته له سفر ډډه وکړي.
د راپورونو پر اساس ایران به د اسراییلو د پوځي اهدافو د په نښه کولو لپاره له لسګونو بېپیلوټه الوتکو او سلګونه توغندیو څخه کار واخلي.
اسلامي امارت په سوریه کې د ایران په قونسلګرۍ د صهیونیستي رژیم برید د سیمې د نا امنۍ او بېثباتۍ لپاره پاروونکی بللی و.
مولوي عبدالکبیر: د اختر ورځو کې د ښه امنیت تامین او هېوادوالو ته د خوشاله او ارامه فضا چمتو کولو له امله له امنیتي ځواکونو او ادارو مننه کوم
بسم الله الرحمن الرحیم
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت اعلامیه
د اختر د مبارکو ورځو د ښه امنیت د تامین او هېوادوالو ته د خوشاله او ارامې فضا د چمتو کولو له امله له خپلو ټولو امنیتي ځواکونو او ادارو څخه مننه کوم.
د اسلامي امارت مجاهدین ، په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو منسوبین او مؤظفین د یوه جامع امنیتي پلان په تطبیق، ښې همغږۍ او د ولسونو په همکارۍ وتوانېدل، چې هېوادوالو ته د اختر نمانځنې لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د امنیتي ادارو رهبري، مجاهدین او منسوبین د قدرداني وړ دي او اړتیا ده چې له اختر وروسته هم د هېودوالو د ژوند خوندي کولو او د امنیت د تامین لپاره د پخوا په څېر هڅې وکړي.
له هېوادوالو څخه د مننې ترڅنګ له دوی غواړم ، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي. امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې په تخریبي کړنو او فعالیتونو لاس پورې کړي. افغانستان نن د یوه خپلواک نظام او پياوړو اسلامي او ملي امنیتي ځواکونو څښتن دی او هیچا ته ځای نشته، چې په افغانستان کې دننه او یا له افغانستان څخه د باندې تخریبي کړنې او فعالیتونه ترسره کړي.
یو ځل بیا دې ټولو افغانانو ته کوچنی اختر مبارک اود هغوی ارامي او سوکالي دې تلپاتې وي.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال
میدان وردګو کې د غشيویشتنې اختریزې سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یادې ولسوالۍ په خوات سیمه کې د غشيویشتنې اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو په پیللوبه کې ذاکرخېلو لوبډلې خپلې سیالې دوران لوبډلې ته ۳۷ ـ ۸ نمرو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
دوحه کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر او د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس د اسماعيل هنيه د زامنو او لمسيانو د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر ډاکتر محمد نعیم او دې هېواد کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس سهيل شاهين د حماس د مجاهدينو د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د زامنو او لمسيانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اسراییلو صهيونستي رژیم د ښاغلي اسماعيل هنيه درې زامن او څلور لمسیان په شهادت ورسول.
دغه راز وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې هم کړې وې.
مولوي امیرخان متقي نوموړي ته د دې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي ول او د شهيدانو د شهادت قبوليت دعا او د الله تعالی له دربار څخه یې د جنت الفردوس غوښتنه کړې.
نوموړي هيله ښودلې، چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې د دې قربانيو په پایله کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
کورنيو چارو وزارت مسولينو د پوليسو له ۳۰۰ بستريز روغتون څخه ليدنه کړې
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د تامیناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار او د عامه ساتنې ملي تصدۍ مرستيال مولوي سعیدالله حماس د روغتیايي مسولینو او ډاکټرانو په ملتيا؛
د پوليسو په ۳۰۰ بستريز روغتون کې د ناروغانو د عیادت ترڅنګ، د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه کړې.
د کورنيو چارو وزارت په وینا؛ دوی د پوليسو د ۳۰۰ بستريز روغتون د کارکوونکو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د ستايلو سربېره، له مسولينو غوښتي چې د ناروغانو ستونزو په هواري کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دغه راز کورنيو چارو وزارت مسولینو د ياد روغتون مسولينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د روغتون د لا تجهيز په برخه کې يې د امکاناتو برابرولو ژمنه کړې ده.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر مسولينو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اختر مبارکۍ په موخه د اسلامي امارت له یوشمېر مسولينو، علمای کرامو، قومي مشرانو، مجاهدینو او ځوانانو سره په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي.
ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې د قومونو ترمنځ پر یووالي او د اسلامي شریعت پر پلي کیدو ټینګار شوی دی.
د کتنې په پای کې، ولسونو یو ځل بیا له افغانستان اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
د حماس غورځنګ له مشر سره د مولوي امیرخان متقي تلیفوني اړیکه؛ د اسماعیل هنیه د اولادونو او کورنۍ د غړو شهادت له امله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې.
په پيل کې متقي صاحب نوموړي ته د دې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي او د شهيدانو د شهادت قبوليت دعا يې کړې.
نوموړي هيله ښودلې، چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې ددې قربانيو په نتيجه کې به دفلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
ښاغلي متقي يادونه کړې، چې افغانستان هم د زياتو قربانيو په نتېجه کې خپلواکي تر لاسه کړې
او د فلسطين مجاهد ولس ته یې د استقامت، ثبات او صبر هيله وکړه.
ورپسې ښاغلي اسماعیل هنيه د متقي صاحب له تسليت او غمرازۍ شريکولو څخه مننه کړې او د شهيدانو د شهادت قبولتیا دعا يې کړې ده.
نوموړي ویلي: “د افغانستان ملت دازادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو،
اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.”
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پيروزينې وړاندې کړې دي.
کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري له افغان محصلینو سره د کوچني اختر ورځ ونمانځل شوه
مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري په یاد هېواد کې له مېشتو افغان محصلینو سره په ګډه د کوچني اختر لومړۍ ورځ د مالیزیا په نړیوال اسلامي پوهنتون کې ونمانځل شوه.
دغه مراسم چې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته ترسره شول، د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي، درېیم سکرتر شاهدالله رحیمي، د سفارت نورو کارکوونکو، د افغانستان د مختلفو دولتي پوهنتونونو استادانو او دلته په زده کړو بوختو محصلینو ګډون پکې درلود.
د غونډې په ترڅ کې ښاغلي احمدي د کوچني اختر په مناسبت ګډونوالو ته مبارکي او نیکې پېرزوینې وړاندې کړې او د اسلامي امارت د استازي په حیث یې امارت د ټولو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه، چې له مودو وروسته ټول افغانانو په یوه ټغر د امن په فضاء کې د اختر خوښي نمانځي.
ښاغلي احمدي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په وروستیو پرمختګونو، ولس ته ژمنتیا او راتلونکو پلانونو باندې مفصل بحث وکړ.
متخصصو استادانو ته یې په خطاب کې وویل، چې تاسې په تیوري برخه کې له هر چا وړاندې یاست، خو موږ به ستاسې د مسلک مطابق ان شاءالله د عملي کار زمینه درته برابروو او د افغانستان په پرمختګ کې ستاسې ونډه خورا مهمه ده.
ګډونوالو د سفارت دغه کړنه د یووالي، اتحاد او همغږۍ نښه وبلله او خوښي یې څرګنده کړه.
غونډه د سفارت له لوري په چمتو شوې میلمستیا پای ته ورسېده.
ارګ کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء شو
د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مرستیالانو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.
د نېمکرغه کوچني اختر د لمانځه په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء پر اقتصادي او اداري مرستیالانو سربېره، د رئیس الورزاء مقام د دفتر لوی رئیس، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د خلکو بېلابېلو اقشارو حضور درلود چې د لمانځه له اداء کولو وروسته یې یوه بل ته د اختر مبارکي وویله.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب د روژې په مبارکه میاشت کې د ټولو مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه وې ویل، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې نن موږ او تاسې د ازادۍ په فضاء کې په ډاډه زړه د اختر لمونځ اداء کولو ته راټول شوي یوو.
نوموړي د اسلامي امارت کړنو او کارنامو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت یو له مهمو کړنو څخه عمومي عفوه وه چې الهي امر او نبوي سنت دي او خیر او برکت پکې نغښتی دی.
همداراز د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر وویل، د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې معتادین او سوالګر راټول، امنیت تأمین، د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق منع، اداري او اخلاقي فساد محوه او د هیواد سرحدونه محفوظ شوي دي.
وروسته د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند پیغام ولوست چې پکې د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي: دا چې زموږ ځوریدلي هیوادوال کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې هیواد مو لله لحمد د ظالمو اشغالګرو له شتون څخه پاک شوی، اسلامي نظام حاکم دی، هیوادوال مو له کامل امنیت او مصؤنیت څخه برخمن دي او هر څوک کولای شي په پوره ډاډ د اختر خوښۍ ولمانځي، په دې باید د الله تعالی شکر اداء کړو او د دې سترو نعمتونو قدرداني او شکر ګذاري وکړو.
محترم رئیس الوزراء په خپل پیغام کې څرګندوي، مجاهدین وروڼه باید د ولس له حاله ځان خبر کړي، د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو او هغو هیوادوالو چې په شل کلن جهاد کې یې په ځان او مال د مجاهدینو خدمت کړی، د حال پوښتنه یې وشي.
محترم رئیس الوزراء د اختر په دې پیغام کې پر ټولو شتمنو هیوادوالو غږ کړی چې د بې وسه هیوادوالو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو او بې کوره مسلمانانو لاسنيوی او د خپل توان تر حده ورسره مرسته وکړي، تر څو هغوی هم اختر په خوښۍ ولمانځي.
دغه راز محترم رئیس الوزراء په خپل دغه پیغام کې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې موجوده حالت فرصت وګڼي او په هیواد کې راغلی ثبات، سرتاسري امنیت، اخوت، ملي وحدت او د هیواد د آبادۍ لپاره آماده شوی حالت په هر اړخیزو هڅو حمایه او هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا د جنګ او فتنې اور بل کړي.
وروسته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان غیور ملت، د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام، د کابینې ټولو غړو او مجاهدینو ته د نېکمرغه کوچني اختر ته د مبارکۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د ټولو مسلمانانو طاعات او عبادات د متعال خدای ج په دربار کې قبول او منظور شي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې هغو کورنیو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، ورته تسلیت وایم او په دغه درد او غم کې ورسره ځانونه شریک ګڼو. دغه راز ناروغانو ته د عاجلې روغتیا او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لا زیات اتحاد او اتفاق هیله لرم.
په همدې ترتیب د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندازه حفظ الله، محترم رئیس الوزراء او ټولو وطنوالو ته د زړه له کومې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او له خدای تعالی څخه یې هیله وکړه چې اسلامي نظام قایم او دایم وګرځوي او افغانستان د نړۍ د مترقي او پر ځان بسیا هیوادونو په قطار کې راشي.
د مراسمو په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ القرآن نورالحق انور د اختتامیه دعا پر مهال د افغانستان غیور ولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د خوښۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.
