ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1148

مالیزیا کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ټایلنډ د اسلامي مرکز له مشر سره لیدنه کړې

کوالالمپور کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي تایلنډ هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اسلامي مرکز له رییس شيخ الاسلام هارون بونشام سره لیدنه کړې.

شیخ الاسلام په ټایلنډ کې د مسلمانانو سیاسي او روحاني مشر بلل کېږي، چې د یاد هېواد د پاچا له لوري انتخابېږي او هلته ټولې اسلامي چارې پر مخ وړي.

په یاده لیدنه کې د ټایلنډ له حکومت سره د اړیکو په جوړولو او پیاوړي کولو خبرې شوې، ترڅنګ یې هلته له مېشتو مسلمانانو سره په اړیکه کې د پاتې کېدو ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې شوې دي.

د ټایلنډ د مسلمانانو مشر په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې د افغانستان او ټایلنډ تر منځ د اړیکو جوړولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د روغتیا نړیواله ورځ “زما روغتیا زما حق” تر شعار لاندې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ “زما روغتیا زما حق” تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د دې ورځې د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده بللې او ویلي یې دي، چې اوسمهال د هېواد په ۴زره او ۹۰۰ روغتیايي مراکزو او ګڼ شمېر دولتي روغتونونو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال نږدې اتیا میلیونه ناروغانو دولتي روغتیايي مراکزو او روغتونونو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې، چې د هېواد د ریښتیني او با استعداده روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو له لوري یې درملنه شوې ده.

ښاغلي عباد ډاډ ورکړی، چې هڅه کوو د هېواد ټول روغتونونه او روغتیايي مراکز په عصري طبي وسایلو سمبال او له هرې ممکنې لارې د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیتونه لوړ کړو، تر څو په مرسته یې په کور د ننه ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همداراز افغان ډاکټران د هېواد د روغتیایي سکتور اتلان بللي او د هېواد له اوسېدونکو یې غوښتي، چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۷/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۸/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۶۴) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۸) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن بکلوریا سند لرونکی، (۱) ماستر، (۱) تن دیني عالم، (۲) تن غریبکار او(۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۷) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۴۱) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۱۶) کورنیو سره مجموعاً (۱۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۱۹) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۱۱۵) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۲) تنه حافظان، (۳) تنه دیني عالمان، (۱۳) تنه غریبکار او (۱۵) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۳۳) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۳) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې (۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۵) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه (۳) کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې (۲۵) تنه کیږي، خپلو سیمو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۲۰) زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې مهاجرینو ته (۵۲) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو مهاجرینو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د مهاجرینو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۰۴۱) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۴۶) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۲) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) را ستنو شوو کورنیو سره (۱۰۸۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۵۸) کورنۍ، (۲۵۷) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۳) کورنۍ، (۲۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۳۴) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۴۸) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۰۹) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

پر غزه د اسرائیلي رژیم شپږ میاشتنی یرغل؛ شاوخوا ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان او څه باندې ۷۶ زره نور ټپيان شوي

نن د اسرائیلو له لوري پر غزه د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې.

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال اکټوبر میاشتې پر اوومه نیټه صهیونیستي رژیم پر غزه هوایي او د همدې میاشتې پر ۲۷ مه ځمکني بریدونه پیل کړل.

دغه جګړه د ۲۱مې پیړۍ یوه له خطرناکو او زړه بوږنونکو جګړو څخه شمېرل کېږي، چې تر دې مهاله زرګونه بې‌ګناه فلسطینیان پکې شهیدان، ټپیان او بې‌کوره شوي دي. د شهیدانو او ټپیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان تشکیلوي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور په اساس د دې جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه څه باندې ۱۳ زره ماشومانو په ګډون نږدې ۳۴زره فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۷۶ زره نور ټپیان شوي دي.

د صهیونیستی یرغلګرو د پرله‌پسې بریدونو او وحشتونو له امله د غزې نږدې ۷۰ سلنه وګړي له خپل کورونو بې‌ځایه شوي، څه باندې ۶۰ سلنه کورونه او ۹۰ سلنه ښوونځي ویجاړ شوي او نږدې ۱.۱ میلیون اوسېدونکي یې د لوږی له جدي ګواښ سره مخ دي.

مولوي احمدالله وثیق: هڅه کوو چې ورزشکارانو ته په ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړو

د المپیک ملي کمېټې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د بدن ښکلا ملي فدراسیون ورزشکارانو او د کلب له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بدن ښکلا ملي فدراسیون د ۱۴۰۲ لمریز کال راپورونه وړاندې شوي او د ورزشکارانو او کلب مسولینو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټه هڅه کوي، تر څو ورزشکارانو او ورزش ته د هېواد په کچه پراختیا ورکړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې؛ هڅه کوو چې ورزشکارانو ته په ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړو.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس د هېواد له بېلابېلو زندانونو ګڼ شمېر بندیان ازاد شول

د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د حکم پر اساس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له زندانونو ګڼ شمېر زندانیان ازاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

کابل کې له پلچرخي زندان څخه ۳۳۸ نارینه، ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو ازاد شول.

دغه‌راز د کندهار له زندان څخه ۱۰۳ بندیان ازاد او ۲۵ نورو ته تخفیف ورکړل شوی. د دې تر څنګ د فراه ولایت له عمومي زندان څخه ۹۲ کسان خوشي شوي دي.

مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له لوري مجرمین د شفقت او مهربانۍ له مخې زندان ته راوستل کېږي او تر اصلاح وروسته ټولنې ته د یوه سالم کس په توګه وړاندې کېږي.

ورته مهال د سترې محکمې مسولین وایي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان له مخې په ټول هېواد کې یو شمېر زندانیان، چې جرایم یې خفیف وي، تر کمکي اختره خوشي کېږي.

د کابل له پلچرخي زندان څخه داسې مهال ۴۰۶ زندانیان له بنده ازادېږي، چې دغه لړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تطبیق په حال کې ده او ټول هغه مجرمین چي جرایم یې خفیف وي تر کوچني اختره ازادېږي.

د اسرائیلي حکومت پر ضد د لاریونونو دوام؛ زرګونه اسرائیلي لاریون کوونکو د نتانیاهو د ګوښه کېدو غوښتنه کړې

د راپورونو پره اساس تېره ورځ تل‌ابیب او نورو ښارونو کې زرګونه اسرائیلیانو د حکومت پر ضد لاریونونه کړي.

یادو لاریون کوونکو د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د ګوښه کېدو، د ټاکنو ترسره کولو او د اسرائیلي اسیرانو ازادولو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې پرون شنبه د اسرائیلو په ۵۰ بېلابېلو سیمو کې د نتانیاهو ضد لاریونونه شوي.

دغه پراخ لاریونونه داسې مهال ترسره کېږي، چې نن د مصر په کوربتوب قاهر کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې پيلېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم څو ځلې د اسرائیلو لومړي وزیر د سیاستونو پر ضد لاریونونه شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د بریدونو له پيل راهیسې له ۳۳ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او د غزې زیاته برخه ویجاړه شوې ده.

په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد د سترو ګمرکونو چارو ۸.۲ سلنه پرمختګ کړی

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د مرستیال ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشري په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد د ګمرکونو تخنیکي ارزونې غونډه وکړه.

په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی رییس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د استخباراتو لوی ریاست د ۰۲ ریاست رییس مولوي احمد الله زاهد، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رییسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسولینو هم ګډون کړی وو.

په پیل کي د ګمرکونو لوی رییس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او په اړوند چارو کې یې د ولایتي ګمرکونو د مسولینو او کارکوونکو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو څخه مننه کړې ده.

دغه‌راز د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد وسیم عثمان په ۱۴۰۲ مالي کال په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولییز راپور وړاندې کړ.

د دې تر څنګ یې په یاده موده کې د عوایدو راټولولو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په تړاو بشپړ معلومات شریک کړل، چې ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد د سترو ګمرکونو چارې د ۱۴۰۱ په پرتله ۸،۲ سلنه مثبتې وښودل شوې.

د ګمرکونو او عوایدو مرستیال هم د ولایتي ګمرکونو د مسولینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او د تر سره شویو فعالیتونو څخه یې مننه وکړه.

د ولایتي ګمرکونو مسولینو په خپل وار سره په اړوند کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت لېواله دی چې له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې ولري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون په سپیدار ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو او دیپلوماتانو سره ګډ روژه ماتی وکړ.

د روژه ماتي په دې مېلمستيا کې چې د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون، د کابینې ډېرو غړو او چارواکو حضور درلود، کابل کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو، شارژدافیرانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون پکې کړی وو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د بهرنیو سیاسي استازولیو مشرانو او غړو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ تمه لري راتلونکی کال کابل کې د مېشتو دیپلوماتانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانېزي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او د سیمې هېوادونه کولای شي په ګډه سیمه‌ییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت لېواله دی چې له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې ولري، په سیمه‌ییزو پروژو کې ونډه واخلي او د وصل د نقطې په توګه عمل وکړي.

مولوي عبدالکبير په ټینګار سره ویلي؛ د افغانستان ګاونډيان دې ډاډ ولري اسلامي امارت به هیچا ته هم د دې اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې ګواښ ورته پېښ کړي.

دغه‌راز په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی، چې داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمه‌ییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشه‌يي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته د منلو نه دي.

د دې تر څنګ افغانستان کې د اسلامي امارت له فتحې سره سم، ډېر مثبت بدلونونه راغلي او افغانستان یې د باثباته مسیر په لور روان کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو غوښتي، چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصله‌مندي کار واخلي.