د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د حکم پر اساس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له زندانونو ګڼ شمېر زندانیان ازاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
کابل کې له پلچرخي زندان څخه ۳۳۸ نارینه، ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو ازاد شول.
دغهراز د کندهار له زندان څخه ۱۰۳ بندیان ازاد او ۲۵ نورو ته تخفیف ورکړل شوی. د دې تر څنګ د فراه ولایت له عمومي زندان څخه ۹۲ کسان خوشي شوي دي.
مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له لوري مجرمین د شفقت او مهربانۍ له مخې زندان ته راوستل کېږي او تر اصلاح وروسته ټولنې ته د یوه سالم کس په توګه وړاندې کېږي.
ورته مهال د سترې محکمې مسولین وایي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان له مخې په ټول هېواد کې یو شمېر زندانیان، چې جرایم یې خفیف وي، تر کمکي اختره خوشي کېږي.
د کابل له پلچرخي زندان څخه داسې مهال ۴۰۶ زندانیان له بنده ازادېږي، چې دغه لړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تطبیق په حال کې ده او ټول هغه مجرمین چي جرایم یې خفیف وي تر کوچني اختره ازادېږي.