ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1151

کرېکټ؛ سریلانکا، بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو د ټېسټ‌ کرېکټ‌ سیالیو نړیوالو اتلولیو په جدول کې څلورم مقام خپل کړ

د سریلانکا او کوربه بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې ټېسټ لوبلړۍ په لړ کې، نن ( چهارشنبه، د وري ۱۵مه ) مېلمه سریلانکايي لوبډلې په دویمه او وروستۍ لوبه کې هم کوربه بنګله‌دېش ته ماته ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۲ ـ ۰ په خپل نوم کړه.

په دې بریا سریلانکا د ټېسټ‌سیالیو په نړیوله درجه‌بندۍ کې څلورم مقام ته پورته شوه، خو له بلې خوا بیا بنګله‌دېشۍ لوبډله اووم مقام ته وغورځېده.

د یادونې وړه ده، چې د ټېسټ‌سیالیو په نړیوله درجه‌بندۍ کې هند لومړی، اسټرالیا دویم او نیوزیلاینډ درېیم مقام کې ځای لري.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: هلمند کې تېر کال نږدې ۱۵۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول نږدې ۱۵۶ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۰۵ زره او ۱۵۱ الکترونيکي او ۵۰ زره او ۷۵۰ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس حافظ محمد رباني ویلي؛ هره ورځ شاوخوا یو زر۸۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلی رباني زیاته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۸ ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې نږدې دوه زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه (۱۰ زېږون کارتونه او ۹۰ د مړینې پارچې) وړاندې کړي.
د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونیکي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
لومړۍ وېش څانګه چې د ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، غوښتوونکو ته د نویو پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش) هم وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د کرنې وزارت: د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي چک‌ډېمونه له اوبو ډک شوي

د کرنې وزارت ویلي؛ د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په جوړو شویو چک ډېمونو کې اوبه زېرمه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله د لارښونې له مخې په لسو ولایتونو (اروزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او داکندي) کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۸ چک‌ډېمونو د جوړولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته سپارل شوې وې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا یې د جوړېدو چارې په ښه توګه پرمخ تللي دي.
د دې وزارت په وینا؛ دغه چک‌ډېمونه د وچکالۍ د زیانونو د کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو، د خاورې د خرابېدو مخنیوي او د یادو سیمو د رسوبي موادو مدیریت لپاره جوړ شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۲۳/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۴/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۱۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې نهه کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه بکلوریا سند لرونکي، درې تنه حافظان، یو تن دیني عالم، لس تنه غریبکار او ۱۹ تنه حرفه ‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۱۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، کندهار او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادۍ کورنۍ ته ۶ زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې دی.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۱۷ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه ‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابرکړي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زره او ۲۵۰ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۷ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په ‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوي:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې دوه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو را ستنې شوې کورنیو سره ۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۶۶ کورنۍ ۲۵۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: اته کورنۍ ۴۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۰ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۴۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۸۸ عدده

غزه کې د ویجاړیو په تړاو د نړیوال بانک راپور؛ په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۸.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ویجاړۍ رامنځته شوې

د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لوري د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د یوه نوي خپاره شوي راپور له مخې د صهیونیستي رژیم له لوري پر غزه د بریدونو د پیل په لومړیو ۴ میاشتو کې د ۱۸.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ودانۍ او زېربناوې ویجاړې شوې دي.

د یاد راپور پر اساس؛ د زیان دا اندازه په ۲۰۲۲ کال کې د غزې او لوېدیځې غاړې ‘باختري کرانې’ د ټول ناخالص کورني تولید له ۹۷ سلنې سره برابره ده. دغه‌راز د غزې د اقتصاد هره برخه زیانمنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي: “۷۲ سلنه زیانونه د اوسېدو له کورونو، ۱۹ سلنه د عامه خدمتونو (اوبو، روغتیا او تعلیم) او ۹ سلنه د سوداګریزو او صنعتي ودانیو ویجاړېدو له امله رامنځته شوي دي. دغه‌راز د تخریب له امله ۲۶ میلیونه ټنه کثافات پیدا شوې، چې پاکول به یې کلونه وخت ونیسي.”

په یاد راپور کې د غزې د اوسېدونکو پر ژوند د صهیونیستي رژیم له لوري د دوامداره جګړې اغیزو ته کتنه شوې او پکې ویل شوي:

“د غزې ټول اوسېدونکي د خوارکي توکو له سختې ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دي. له یوه میلیون زیات اوسېدونکي یې بې‌کوره او د نفوس ۷۵ سلنه یې بې‌ځایه شوي دي. د یاد بشري ناورین ډېری قربانیان ښځې ماشومان، بوډاګان او معلولیت لرونکي کسان دي. د غزې ۸۴ سلنه روغتیايي تاسیسات ویجاړ شوي او پاتې یې د برېښنا او اوبو د نشتوالي له جدي ګواښ سره مخ دي او د دې سیمې اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات نه‌شي چمتو کولای. د اوبو او حفظ‌الصحې سیسټم له مینځه تللی، ښوونیز سیسټم په ټپه ولاړ او سل سلنه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.”

په راپور کې ویل شوي، چې برېښنا بنده شوې، د غزې ۹۲ سلنه سړکونه ویجاړ او یا زیانمن شوي او مخابراتي سیسټم په جدي توګه زیانمن شوی او خلکو ته لومړنۍ بشري مرستې رسول سخت دي.

د راپورونو پر اساس پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د برید له پيل راهیسې د دې تړانګې ۶۲ سلنه کورونه، چې ۳۰۰ زرو ته رسېږي ویجاړ شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت په وینا؛ غزه کې د شهیدانو شمېر له ۳۲ زره او ۸۰۰ اوښتی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغه‌راز له ۷۵ زره زیات کسان پکې ټپیان شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې رییس او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د نفتو او مایع ګازو د سوداګرۍ په اسانتیاوو خبرې شوي

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیض الله تمیم د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه کړې.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیض الله تمیم د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې په ملي سټنډرډونو سره سم د نفتو توکواو مایع ګازو د سوداګرۍ په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.

 په دې لیدنه کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د دې ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د دفتر رییس مولوي وحید احمد بدري او د اړوندو برخو ریيسانو ګډون درلود.

 یاده لیدنه د افغانستان له ملي سټنډرډونو سره سم د نفتو توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړه شوې وه.

 د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس د ترکمنستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ له نېکمرغه اوسمهال د ترکمنستان څخه، هېواد ته د واردیدونکو توکو کیفیت تر ډېره حده لوړ شوی دی او هیله لرو، چې پاتې کوچنۍ ستونزې هم د کیفیت په برخه کې حل شي.

 ښاغلي عوضوف د سټنډرډ ملي ادارې له فعالیتونو څخه ستاینه کړې او افغان دولت ته یې د خپل هېواد د دوامداره همکاریو په اړه خبر ورکړی دی.

 همداراز په یاده لیدنه کې پرېکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د انلاین لیدنې په جوړولو او د سوداګرۍ د ستونزو د حل په برخه کې په اساسي ډول د بحث او نظرونو تبادله وشي.

 د ترکمنستان سفیر غوښتنه کړې، چې نفتي توکو او اوبلن ګاز سټنډرډونو په لیکلې بڼه شریک کړي، ترڅو خپل واردات د افغانستان له ملي سټنډرډونو سره سم ترسره کړي.

 په پاى کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو د دوام او د خپلو اړيکو د پراختيا ژمنه شوې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: مسولین دې د خلکو د هوساینې لپاره خپله ټوله هڅه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د بغلان ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

د پکتیکا ولایت مرستیال والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه  د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ پکتیکا کې د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي همداراز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا رسولو او د پرختیایي پروژو پلي کېدو ته د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي او د بغلان ولایت علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت دنده بللې او ویلي یې دي؛ د بېلابېلو برخو مسولین د خلکو د امنیت ټینګښت، هوساینې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په مختلفو برخو کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: پکتیا کې تېر کال نږدې ۷۳ زره پېژند پاڼې وېشل شوې دي

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۷۲ زره او ۹۶۱ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۴۵ زره او ۴۲۸ الکترونيکي او ۲۷ زره او ۵۳۳ کاغذي پېژندپاڼې دي.

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمداصف قرار ویلي؛ هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې څه‌باندې څلور زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او له دوه زره او ۵۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونيکي پېژندپاڼو دوه وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

لومړۍ څانګه چې ګردیز ښار کې موقعیت لري، غوښتونکو ته تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼو، د زېږونونو او د ودونو او طلاق ثبت) هم وړاندې کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

کابل کې د نیله باغ هستوګنیزې پروژې چارې بیا پیلیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد د دولتي تصدۍ او کابل کې د چینایي پروژې له مسول سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د نیله باغ پروژې چې چارې یې د چین هېواد په بلاعوضه مالي لګښت تر سره کیږي، په اړه خبرې شوي دي.

د چین هېواد د تصدۍ او په کابل کې د نیله باغ پروژې مسول ویلي، چمتو دي چې د پروژې رغنیزې چارې پیل کړي او تمه لري چې په شاوخوا درې کالونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست چینايي لوري ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، د پروژې چارې به د تړون سره سمې پرمخ ځي او د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي.

د نیله باغ هستوګنیزه پروژه چې چارې د تېرو څو کالونو راهیسې ځنډېدلې وې، اوسمهال د ستونزو حل کېدو سره سم زمینه برابره شوې چې عملي چارې یې بېرته پیل شي.