ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1165

د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته سفر کړی

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې په فرضي کرښه کې د ملي اسلامي اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه کړې.

پاکستاني لوري ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لورې د جدي خبرداري او بېړني ضرب الاجل د ټاکلو له امله، اوس مهال په سیمو کې نښتې کمې شوي دي.

د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداري په پیغام کې ویلي؛ موږ د جګړې طرفدار نه یو، که زموږ د خاورې په کومه برخه برید کیږي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په بیړني ډول به هغوی ته ځواب ورکوي.

فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام  او ۲۰۲۷ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې، سبا شپه ۱۱:۳۰ بجې د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب د سعودي عربستان په داماک لوبغالي کې ترسره کیږي.

دغه لوبه به په ژوندۍ او قانوني بڼه پر ملي‌سپورټ خپره شي.

د دې سیالیو دویمه لوبه د هند په کوربتوب د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه نېټه د هند په ګواهتي ښار کې ترسره کیږي.

تر دې دمه افغان لوبډله له هند سره په ۱۰ سیالیو کې مخامخ شوې، چې پینځه یې هند، یوه یې افغانستان او څلور نورې یې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د نړیوال جام غوراوي سیالیو خپلې دوه لوبې قطر او کویټ ته بایللې دي او په دې سیالیو کې وروستۍ لوبډله د هند ده، چې په خپل او د سیالې لوبډلې په کوربتوب په دوه لوبو کې مخامخیږي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د تعامل پر بنسټ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې اغلې ناتالیا کوینتاویل سره په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي ګاینفرنکو هم شتون درلود، لیدنه کړې.

ناتالیا کوینتا افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت او د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

نوموړې ویلي؛ ایټالیا په افغانستان کې د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته تیاری لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ د اروپایي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو او اداري فساد لمنځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.

د نوموړي په وینا؛ هیڅ شخص یا هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر خلاف وکاروي.

فوټسال؛ د ۲۰۲۴ جام سیالیو ته لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۴ فوټسال اسیا جام او له هغې وړاندې د څلور اړخیز (NSDF)  فوټسال سیالیو په موخه د فوټسال ملي لوبډلې ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ.

په لوبډله کې شامل لوبغاړي: علی رضا جعفري، محمد جواد صفري، علی احمد محسني، علی اصغر رسولي، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، رضا حسین پور، فرزاد محمودي، مهران غلامي، بهمن گرگیج، امید قنبري، محمد مرادي، حسین محمد، سید مجتبی حسیني، علی جعفري، حسن‌ حسني، ناصر تیموري او میثم فیضي دي.

ټاکل شوې، چې د فوټسال اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال د اپریل په ۱۵مه نېټه ټایلینډ کې پیل شي.

بلخ کې د افغانستان او اوزبیکستان لوړ پوړو مسولینو د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په موخه کډه ناسته کړې

د بلخ ولایت حیرتان بندر کې د افغانستان او اوزبیکستان ټولو اقتصادي مسولینو او ګډ هئیت د یوې غونډي په ترڅ کي د اقتصاد، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، سوداګرو او عامو وګړو ته د ویزو، د نفت او ګاز د ویستلو، د سکرو ډبرو او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند خبرې شوي دي

چي په دې ناست کې د افغانستان له لوري د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، د ټرانسپورټ، د معادن او د بهرنیو چارو وزارتونو، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ارشد مشاور، د بلخ والي، د امارتي شرکتونو د هیئت رییس، په اوزبیکستان کې میشت افغان سرکونسل، دولتي شرکتونو، د افغانستان ریل پټلۍ، د نفت او ګاز، د سکرو ډبرو، برېښنا او سپین زر شرکتونو استازو او مسولینو برخه اخیستې وه.

همدارنګه د اوزبیکستان د انرژۍ وزارت وزیر او د هئیت مشر جوره بیک میرزا محمدوف، افغانستان کې د اوزبیکستان د ولسمشر خاص استازی، د اوزبیکستان د سرخاندریا والي او د اقتصادي پیاوړتیا اړوند ټولو مربوطه اُرګانونو برخه درلوده.

غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي؛ د ټولو دولتي مسولینو یواځینی موخه دا ده، چې په سرحدونو له ګاونډي هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د نفتو او ګازو ویستنه به د راتلونکي کال کې ۲ نیم زره ټنه ته ورسیږي، چې دا به د نورو کلونو په پرتله په ورځنۍ کچه ډېر لوړ معیار وي.

په یاده غونډه کې د افغانستان له لوري د سکرو ډبرو د ویستنې په برخه کې همکاري او اوزبیکستان ته صادرول، د نفتو او ګازو خام مواد د تصفیې لپاره اوزبیکستان هېواد ته وړل او تر تصفیې کولو وروسته افغانستان ته د استعمال لپاره راوړل، د سمینټو د کارخونو جوړول، د افغاني محصولاتو او تولیداتو په برخه کې نندارتون جوړول، د دوه اړخیزه سوداګرۍ پریکړه لیک لاسلیک کول او همداراز د زراعت په برخه کې د افغانستان او اوزبیکستاني پلاوو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې شوي دي.

همداراز په ناسته کې ټینګار شوی، چې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یو نیم میلیون افغانان له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي

۱۴۰۲ کال د افغان کډوالو لپاره تر ټولو له کړاونو څخه ډک کال وو، چې ډېری افغان کډوال د ژمي په سختو شپو او ورځو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه په زجبري ډول و ایستل شول.

له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا کله چې شوري اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ سلګونه زره افغانان د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو او کډوالۍ ته اړ او ګڼ یې پاکستان او ایران ته کډوال شول.

دغه هېوادونو کې وخت ناوخت پر افغان مهاجرو بدې شپې ورځې راغلې، خو تر ټولو سختې یې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې وې، چې دواړو حکومتونو په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت د ټولو نړيوالو اصولو خلاف د تشدد لاره خپله کړه، افغانان یې ونيول، ویې وهل، بندخونو ته یې وغورځل او په جبري ډول یې ایستلو ته اړ کړل.

له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د درولو په تړاو د ګڼو کورنيو او بهرنیو بنسټونو سربېره اسلامي امارت غبرګون وښود، پاکستان حکومت سره یې له بېلا بېلو لارو خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې له بندخونو يو شمېر افغانان ازاد شول خو په زوره ويستلو لړۍ یې لاهم په شدت روانه پاتې شوه او په دغه هېواد کې افغانان پر توده ځمکه پاتې شول.

که څه هم هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ جوپې جوپې وه، خو اسلامي امارت راستانه شویو افغان کډوالو ته پر وخت او چټکۍ سره بېړنۍ مرستې برابرې کړې او را ستانه شوي کډوال یې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له جوړو شویو پنډغالو تر خپلو کورونو په وړیا توګه ورسول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسولین وايي، چې اسلامي امارت د راستانه شويو افغان کډوالو ترڅنګ ولاړ دی.

اوسمهال اوه میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي، چې له شمېرو یې درې میلیونه ایران، درې میلیونه پاکستان او یو میلیون اروپایي او نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

تېر کال کې راستانه شوي کډوال د اسلامي امارت له تود هرکلي او ښه راغلاست څخه خوښي ښیې.

که څه هم مهاجرت په نړیواله کچه د ملکرو ملتونو سازمان کې ځانګړی ځای لري او دغه سازمان بېلا بېل اصول او قوانين ورته ټاکلي، چې له مخې یې پر وړاندې هر ډول تبعيض منع ښودل شوی، خو ځینې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او ایران وخت ناوخت د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، چې د ګڼو نړيوالو بنسټونو له لوري غندل شوی دی.

د افغانستان بانک سرپرست رییس او د ایټالیا سفیرې لیدنه؛ د اسلامي بانکوالۍ په پراختیا خبرې شوي

د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې آغلې نتالیا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د هېواد د اقتصادي وضعیت، افغانۍ د ثبات ساتنې پر عواملو، بانکي سکتور د وضعیت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، مالي شمولیت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دا اړیکې په ښه ډول پاللې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې د افغانستان اقتصادي او پولي ثبات د ارزښت وړ یاد کړی او په اړوندو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې.

ملي دفاع وزارت: ۲۰۰ زره سرتېري د دې وزارت په اډانه کې ثبت او ځای پر ځای شوي

ملي دفاع وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د سرتیرو د جلب او جذب پروسه د تېرو کلو په پرته ګړندۍ وه.

یاد وزارت ۱۴۰۲ لمريز کال له لاسته راوړنو ډک بولي وايي، چې د دې وزارت په اډانه کې ۲۰۰ زره سرتېري د ارضي تماميت او خلکو د سر ومال د خونديتوب په موخه ځای پر ځای شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خورازمي وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې انجنیري ټیم ۳۱ زره درانه تجهیزات او ۶۰ زره سپکې وسلې ترمیم کړې دي.

ښاغلی خوارزمي ایراني او پاکستاني ځواکونو سره د اسلامي امارت د ځواکونو جګړو ته په اشارې سره وايي، چې روان کال سرحدي سیمو کې ټولې جګړې د یادو هېوادونو د پوځیانو له لوري پیل شوې او ملي دفاع وزارت د ځواکونو له لوري یوازې په شا تمبول شوې دي.

ورته مهال د نظامي چارو شنونکي د دفاع وزارت یو کلن مزل ته په کتو سره وايي؛ اسلامي امارت ته په کار ده چې د جلب او جذب له لارې د سرتېرو شمېر زیات کړي او هڅه وکړي، چې افغان سرتیري په پرمختللو تجهیزاتو سمبال کړي.

کابل کې د اذربایجان سفیر: افغانستان کې خوندي امنیت او له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت بریالۍ مبارزه د ستایلو وړ دي

د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفير الهام محمدوف سره تعارفي ناسته وکړه.

محترم خليفه صاحب دې ليدنه کې کابل کې د ياد هېواد سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان او اذربایجان اړيکې د دواړو هېوادونو دیني، سیاسي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وبللې او د لا پراختیا هيله يې وښوده.

د اذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف کابل کې د ياد هېواد د سفارت پرانيسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اقدام یاد کړ او ویې ویل، چې دواړه هېوادونه په دیني او فرهنګي برخو کې ډېر شمېر ګډ ارزښتونه لري.

ښاغلي محمدوف افغانستان کې خوندي امنيت او له نشه يي توکو سره بریالۍ مبارزه د افغان حکومت لويې لاسته راوړنې یادې کړې او يادو برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.

په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت سیاسي لاسته راوړنې؛ چین کې د لومړني سفیر منل کېدل او کابل کې د سیمه‌ییزو همکاریو د ابتکار ناسته د سیاسي تحولاتو مهم پرمختګونه وو

د اسلامي امارت چارواکو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل لپاره پراخې هڅې کړې دي. دا هڅې د افغانستان په تړاو شاوخوا د لسو نړیوالو ناستو جوړېدو او ترسره کېدو سبب شوې، چې په اوزبیکستان، هند، قزاقستان، روسیې، ناروې، قطر او ملګروملتونو سازمان په مقر کې د یو شمېر هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له لوري تر سره شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش د یادو غونډو په تړاو وايي:‌ “دا ناستې د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د را منځته کېدو لپاره د افغانستان حالاتو ته د رسېدنې په خاطر تر سره شوي دي.”

دغه‌راز د دې کال د وږي په درېیمه کابل د سیمې هېوادونو د نوښتي همکاریو د ناستې کوربه و، چې د سیمې هېوادونو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود او په یاده ناسته کې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په ۲۲ د چین دولت جاوشینګ په افغانستان کې د خپل نوي سفیر په توګه معرفي کړ او رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند یې په ارګ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې باورلیک ومانه.

بلخوا د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په لسمه د چین ولسمشر په بیجنګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر بلال کریمي باور لیک په رسمي مراسمو کې ومانه. په دې ترتیب په ۳۸ هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ فعالې دي.

د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د سیمې او نړۍ هېوادونو لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته راغلل او د اسلامي امارت له بېلا بېلو چارواکو سره یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې اترې وکړې.

د همدې کال د مرغومې په ۸مه د قزاقستان سفیر له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې وویل، چې د اسلامي امارت افراد یې د بندیزونو له نوملړ څخه ایستلي دي.

دغه‌راز د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي: “د قزاقستان دولت دریځ دا دی چې په سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکوسره همکاري او مرسته وکړي.”

په دې کال کې د اسلامي امارت چارواکو د سیمې او نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

د زمري په ۷مه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند ترکیې ته سفر وکړ او د کب په ۱۳مه د ملي دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز قطر ته په سفر ولاړل.

د دې تر څنګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو جوړو شویو ناستو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د خبرو په موخه اوزبیکستان، روسیې،چین، پاکستان، ایران او قطر ته سفرونه وکړل.

د افغانستان د حالاتو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي خپلواکه ارزونه، د ځانګړي استازي ټاکنه او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د راپورونو خپراوی د دې کال نورې مهمې پېښې وې، چې د اسلامي امارت له جدي غبرګونونو سره مخ شوې.

که څه هم په دې کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د تېرو کلونو په پرتله پراخه شوې، خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا موضوع د اسلامي امارت د چارواکو د نیوکو سبب شوې ده.

۱۴۰۲ لمریز کال داسې مهال پای مومي، چې د اسلامي امارت مسولینو د بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره په لیدنه کې تل د خپلو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړی او په مقابل کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اوسني حکومت سره تعامل ولري.

اوس تمه دا ده، چې په نوي کال کې به نړیواله ټولنه د اسلامي امارت غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.