ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت سیاسي لاسته راوړنې؛ چین کې د لومړني سفیر منل کېدل او کابل کې د سیمه‌ییزو همکاریو د ابتکار ناسته د سیاسي تحولاتو مهم پرمختګونه وو

د اسلامي امارت چارواکو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل لپاره پراخې هڅې کړې دي. دا هڅې د افغانستان په تړاو شاوخوا د لسو نړیوالو ناستو جوړېدو او ترسره کېدو سبب شوې، چې په اوزبیکستان، هند، قزاقستان، روسیې، ناروې، قطر او ملګروملتونو سازمان په مقر کې د یو شمېر هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له لوري تر سره شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش د یادو غونډو په تړاو وايي:‌ “دا ناستې د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د را منځته کېدو لپاره د افغانستان حالاتو ته د رسېدنې په خاطر تر سره شوي دي.”

دغه‌راز د دې کال د وږي په درېیمه کابل د سیمې هېوادونو د نوښتي همکاریو د ناستې کوربه و، چې د سیمې هېوادونو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود او په یاده ناسته کې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په ۲۲ د چین دولت جاوشینګ په افغانستان کې د خپل نوي سفیر په توګه معرفي کړ او رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند یې په ارګ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې باورلیک ومانه.

بلخوا د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په لسمه د چین ولسمشر په بیجنګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر بلال کریمي باور لیک په رسمي مراسمو کې ومانه. په دې ترتیب په ۳۸ هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ فعالې دي.

د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د سیمې او نړۍ هېوادونو لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته راغلل او د اسلامي امارت له بېلا بېلو چارواکو سره یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې اترې وکړې.

د همدې کال د مرغومې په ۸مه د قزاقستان سفیر له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې وویل، چې د اسلامي امارت افراد یې د بندیزونو له نوملړ څخه ایستلي دي.

دغه‌راز د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي: “د قزاقستان دولت دریځ دا دی چې په سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکوسره همکاري او مرسته وکړي.”

په دې کال کې د اسلامي امارت چارواکو د سیمې او نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

د زمري په ۷مه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند ترکیې ته سفر وکړ او د کب په ۱۳مه د ملي دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز قطر ته په سفر ولاړل.

د دې تر څنګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو جوړو شویو ناستو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د خبرو په موخه اوزبیکستان، روسیې،چین، پاکستان، ایران او قطر ته سفرونه وکړل.

د افغانستان د حالاتو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي خپلواکه ارزونه، د ځانګړي استازي ټاکنه او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د راپورونو خپراوی د دې کال نورې مهمې پېښې وې، چې د اسلامي امارت له جدي غبرګونونو سره مخ شوې.

که څه هم په دې کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د تېرو کلونو په پرتله پراخه شوې، خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا موضوع د اسلامي امارت د چارواکو د نیوکو سبب شوې ده.

۱۴۰۲ لمریز کال داسې مهال پای مومي، چې د اسلامي امارت مسولینو د بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره په لیدنه کې تل د خپلو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړی او په مقابل کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اوسني حکومت سره تعامل ولري.

اوس تمه دا ده، چې په نوي کال کې به نړیواله ټولنه د اسلامي امارت غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.