ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1172

د اوزبیکستان له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو په تړاو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف په مشري له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دوو اړخيزو اړيکو ترڅنگ د سوداگرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ برخو کې د همکاريو په تړاو هر اړخيزې خبرې شوې.

په پیل کې د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي بختيار سعيدوف ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته په لومړني سفر ښه راغلاست ویلی.

مولوي امير خان متقي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سطحو کې د پلاوو ډېر تگ او راتگ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو ښکارندويي کوي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې په تاشکند کې د افغان سفارت د سطحې لوړول به د دوه اړخيزو اړيکو د لاپیاوړتیا لامل وگرځي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگري مخ پر زياتېدو بللې او هيله يې څرگنده کړه، چې په دې اړه لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته شي.

ښاغلي متقي غوښتنه کړې، چې اوزبیکستان دې افغان سوداگرو او ترانسپورټي پرسونل ته د ویزې د صدور په لړۍ کې اسانتياوې رامنځته کړي.

دغه‌راز ټینګار یې کړئ، چې دواړه هېوادونه باید هڅې وکړي تر څو د خپلو هېوادونو له لارو لا زیاتو انتقالاتو ته لاره اواره کړي او په دې برخه کې په کار ده، چې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د دې تر څنګ یې د هېوادوالو د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د وارداتي برېښنا د کمښت په برخه کې د پاملرنې او ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف افغانستان ته خپل سفر مهم او د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د نوي څپرګي په توګه یاد کړی دی.

ښاغلي سعيدوف د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره راغلی امنيت مهم او د افغانستان او اوزبیکستان د گډې پولې امنيت یې ډاډمن بللی او په دې برخه کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ارگانونو تر منځ نژدې همغږي مهمه ګڼلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد يې تل په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او ټينگار يې کړی، چې افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې برخه وي.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو د وزير په وینا؛ هېواد يې افغانستان د منځنۍ اسيا برخه بولي او د مرکزي هېوادونو د پرمختگ لپاره مهم ارزښت ورته لري.

بختيار سعيدوف ډاډ ورکړی، چې د سوداگرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې موضوع تر کار لاندې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره دا مهمه ده.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي؛ هېواد يې لېواله دی چې افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانگونه وکړي.

دغه‌راز په دې برخو کې پانګونه د افغانستان په خاوره کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ جوړولو سره ډېره مرسته کولای شي.

ښاغلي سعيدوف ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان د يوې سيمې د هېوادونو په توګه مشترکې گټې لري او په کار ده، چې نژدې همکاري ولري.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير متقي صاحب ته ازبکستان ته د سفر بلنه ورکړې، چي په مناسب وخت کې به تر سره شي.

د ایراني پلاوي او د کرنې وزارت مسولینو لیدنه؛ د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه ځانګړې کمېټې ټاکل شوي

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي او د دغه وزارت تخنیکي رییسانو له ایراني پلاوي سره لیدنه کړې او په ترڅ کې یې د دوه اړخیزو عملي کارونو د پیل په موخه خبرې کړي.

غونډه کې د دواړو لورو مسلکي ټیمونه مشخص شوي، ترڅو د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، روزنې، ترویج، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

مولوی صدراعظم عثماني ویلي؛ د ایران د دولت او پانګوالو له پاملرنې او لېوالتیا څخه مننه کوو، چې له افغانستان سره کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت هم لېواله دی، چې له ګاونډیانو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره کار وکړي، ترڅو دوی راشي او په افغانستان کې کار او پانګونه وکړي، موږ همکاریو ته چمتو یو او په دې هېواد کې د پانګونې او کار کولو فرصتونه شتون لري.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ امنیت، کاري ځواک، د اوبو زیاتې زېرمې، حاصلخیزه خاوره، مناسب اقلیم، د فساد نشتوالی او له هر هېواد سره د حکومت همکارۍ شتون لري، ترڅو راشي د دواړو دولتونو د اصولو او معیارونو پر بنسټ کار وکړي.

د دواړو لورو له خوا په بېلابېلو څانګو کې مشخصې کاري کمېټې وګمارل شوي، تر څو په مشخصو موضوعاتو خبرې وکړي او د عملي کارونو په اړه اقدام وکړي.

د ایراني پلاوي په ترکیب کې د ایران د کرنې جهاد وزارت مرستیال ډاکټر سید مجتبی نوروزي او د ایران د مالدارۍ مشرې مېرمن مریم جلیلي، د ایران  او ایران د کرنې جهاد وزارت د نباتاتو د ساتنې د ادارې مشر مقدم، د خراسان رضوي ولایت د کرنې جهاد د ادارې مشر غلام رضا قنبري، د جنوبي خراسان د کرنې جهاد ادارې رییس مهدي جعفري او د افغانستان په چارو کې د ایران ولس مشر ځانکړی اقتصادي استازی محمد مهدي جوان مرد قصاب  شامل دي.

د ایراني پلاوي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولین به د کار له بشپړیدو وروسته د دوه اړخیزو همکاریو د عملی کولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د عملي میتود د چمتو کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړی، چې د دې کړن لارې له بشپړېدو وروسته به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ په عملي بڼه پیل شي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا عبدالغني برادر اخوند سره په لیدنه کې؛ هېواد به یې نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت سفیر ومني

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشري له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییز اتصال په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان د ولسونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې سربېره ویلي؛ دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره ده.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي، چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه اوزبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او اوزبیکستان له لارې د ترانزیټ کچې زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برېښنا لېږد، ترانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په اوزبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی.

ښاغلي ملا برادر د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا ته په اشارې سره ویلي؛ د هېواد په شمال کې د قوش‌تېپې کانال د افغان ولس د لسیزو ارمان و، چې متاسفانه د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتیو په پایله کې موږ ونه توانېدو، چې له امو سیند څخه د امو سیند د حوزې د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړو.

دغه‌راز د اسلامي امارت په راتګ سره د دې کانال چارې پيل شوې او افغانان خپل حق ترلاسه کوي. په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان او اوزبیکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.

ښاغلي بختیار سعیدوف زیاته کړې؛ اوزبیکستان ته له امو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی، چې د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا؛ اوزبیکستان چمتو دی چې افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغان-ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې په راغلي ۳۰ کسیز لوړ رتبه اوزبیک پلاوي کې د یاد هېواد د کابینې یو شمېر غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا له اوزبیکستاني پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهور رییس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره پداسې حال کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي او د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شيخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود لیدنه کړې.

په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د اوزبیکستان جمهور رییس تل د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوزبیکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنېزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت په اشارې ویلي؛ هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې کارخونې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د ویستنې او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکیستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند افغانستان او اوزبیکستان دوه مسلمان وروڼه هېوادونه بللي چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو اوزبیکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لرلي او تل یې مرستې کړي، چې مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه اړیکې لا زیات پیاوړي شي.

رییس الوزرا د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي امارت له لوري د ذکر شویو پروژو د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، خپلو اړوندو ادارو او مسولینو ته مې لارښوونه ده، چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

ملا محمد حسن آخوند د ټرانس- افغان رېل پټلي پروژې ته په اشارې ویلي، د اوزبیکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.

د غزې ناورین: د شدیدې لوږې له امله ۲۵ کسانو ژوند بایللی

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د سختې لوږې او اوبو د کمښت له امله ۲۵ کسانو ژوند بایللی.

په دې شمېرنه کې یوازې تر روغتونونو رسېدلي کسان شامل دي، چې ښايي دا شمېر تر دې څو چنده لوړ وي.

د سختې لوږې زیاتوالي او د اوبو کمښت له امله مړینه د جدي اندېښنې وړ او د غزې په شمال کې د لا زیاتېدو په حال کې ده.

له بل لوري د روژې میاشتې له پیلېدو سره سم غزه‌والو ویلي، چې تر روژې مخکې مو هم روژه نیولې وه.

د غزې اوسېدونکي له پينځو میاشتو ډېرې مودې راهیسې پوره خوړو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له شدیدې لوږې سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یونراوا) د شمېرو له مخې د غزې تړانګې د اوسېدونکو شرایط د ۱.۷ میلیونه خلکو په بې‌ځایه کېدو سره لا پېچلی کېږي، چې د ټول ۲.۳ میلیونه نفوس ۷۵ سلنه جوړوي او ټول یې په وحشتناکو شرایطو کې ژوند کوي.

روزګان کې یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي

د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي اثار موندلي دي.

د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوي امر ملا محمد افضل سید ویلي؛ د زیاتو هڅو ورسته مو دغه یو شمېر تاریخي اثار موندلي، چي تر څيړونو ورسته به یې تاریخی مخینه معلومه شي.

نوموړي زیاته کړې؛ یاد اثار چي۷۶ رقمه مرۍ او کوریان، درې غټ کټوریان، پینځه کوچني کټوریان، یو غاب، دوه کوچني سرپوښونه، یو تبر زین او ځیني نور کړۍ او ځینځیرونه شامل دي.

د اطلاعات او کلتور ریاست رییس قاري اغاولي قریشي د مسولینو او خلکو غوښتي، چې هڅه وکړي د خپلو تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د داسې تاریخي منقول او غیر منقول اثارو په مندولو کې زموږ سره همکارې وکړئ.

نوموړي زیاته کړې، د هېواد ارزښت او تاریخ ساتل د ټولو مسولیت دی موږ به د ټولو هېوادوالو په هڅه د هېواد ارزښتونه او تاریخي اثار خوندي وساتو.

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست: د څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړمنو سره مرسته شوې

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست په تېر ۱۴۰۲ کال کې له اړمنو کورنيو سره د څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې رسولي دي.

د یاد ریاست رییس مولوي فيض الله جلالي ویلي؛ په ۱۴۰۲ په جريان کې د جلرېز ولسوالۍ۷۲ زلزله ځپلو کورنیو ته پاخه کورونه جوړ شوي، په سیدآباد، چک او دايميرداد ولسواليو کې د تېرو جګړو له امله یو زر او ۳۶۵ تخریب شوي کورونه رغول شوي او په جغتو ولسوالۍ کې یو لوی پل جوړ شوی چې د ګڼ شمېر خلکو ستونزه يې هواره کړې.

نوموړي زیاته کړې، له ۱۵ زره او ۵۴۶ زیانمنو او اړمنو کورنيو سره په سختو حالاتو کې نغدي او غیرې نغدي مرسته شوې.

د ښاغلي جلالي په وینا؛ یادې پیسې د کورونو په بیارغونه، د کار په بدل کی سیمه ایزو کارګرو ته نغدي مرستې ورکول، د لارو خلاصون، د زراعتی ځمکو د رغونې لپاره، ژمنۍ نغدې مرستې او د خطرونو د کموالی پروژو په پلي کېدو کې لږول شوي دي.

مولوي فيض الله جلالي ویلي؛ له څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت کې ۲۲ میلیونه ۴۷۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست خپله بودجه وه او پاتې یې د همکارو موسسو له خوا په یادو برخو کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته مصرف کړې.

یاد ریاست پلان لري، چې په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې د ولایت په کچه ۳۰۰۰ نورو کورونو د ترمیم تر څنګ له طبعي پېښو څخه زیانمنو خلکو سره د مرستې کولو لازم تدابير هم ونيسي.