د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشري له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییز اتصال په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان د ولسونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې سربېره ویلي؛ دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره ده.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي، چې اساسي تمرکز یې پر سیمهییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه اوزبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او اوزبیکستان له لارې د ترانزیټ کچې زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برېښنا لېږد، ترانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په اوزبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی.
ښاغلي ملا برادر د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا ته په اشارې سره ویلي؛ د هېواد په شمال کې د قوشتېپې کانال د افغان ولس د لسیزو ارمان و، چې متاسفانه د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتیو په پایله کې موږ ونه توانېدو، چې له امو سیند څخه د امو سیند د حوزې د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړو.
دغهراز د اسلامي امارت په راتګ سره د دې کانال چارې پيل شوې او افغانان خپل حق ترلاسه کوي. په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان او اوزبیکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.
ښاغلي بختیار سعیدوف زیاته کړې؛ اوزبیکستان ته له امو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی، چې د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ اوزبیکستان چمتو دی چې افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمهییز اتصال په موخه د افغان-ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې په راغلي ۳۰ کسیز لوړ رتبه اوزبیک پلاوي کې د یاد هېواد د کابینې یو شمېر غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.