ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا له اوزبیکستاني پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهور رییس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره پداسې حال کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي او د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شيخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود لیدنه کړې.

په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د اوزبیکستان جمهور رییس تل د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوزبیکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنېزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت په اشارې ویلي؛ هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې کارخونې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د ویستنې او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکیستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند افغانستان او اوزبیکستان دوه مسلمان وروڼه هېوادونه بللي چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو اوزبیکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لرلي او تل یې مرستې کړي، چې مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه اړیکې لا زیات پیاوړي شي.

رییس الوزرا د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي امارت له لوري د ذکر شویو پروژو د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، خپلو اړوندو ادارو او مسولینو ته مې لارښوونه ده، چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

ملا محمد حسن آخوند د ټرانس- افغان رېل پټلي پروژې ته په اشارې ویلي، د اوزبیکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.