ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست: د څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړمنو سره مرسته شوې

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست په تېر ۱۴۰۲ کال کې له اړمنو کورنيو سره د څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې رسولي دي.

د یاد ریاست رییس مولوي فيض الله جلالي ویلي؛ په ۱۴۰۲ په جريان کې د جلرېز ولسوالۍ۷۲ زلزله ځپلو کورنیو ته پاخه کورونه جوړ شوي، په سیدآباد، چک او دايميرداد ولسواليو کې د تېرو جګړو له امله یو زر او ۳۶۵ تخریب شوي کورونه رغول شوي او په جغتو ولسوالۍ کې یو لوی پل جوړ شوی چې د ګڼ شمېر خلکو ستونزه يې هواره کړې.

نوموړي زیاته کړې، له ۱۵ زره او ۵۴۶ زیانمنو او اړمنو کورنيو سره په سختو حالاتو کې نغدي او غیرې نغدي مرسته شوې.

د ښاغلي جلالي په وینا؛ یادې پیسې د کورونو په بیارغونه، د کار په بدل کی سیمه ایزو کارګرو ته نغدي مرستې ورکول، د لارو خلاصون، د زراعتی ځمکو د رغونې لپاره، ژمنۍ نغدې مرستې او د خطرونو د کموالی پروژو په پلي کېدو کې لږول شوي دي.

مولوي فيض الله جلالي ویلي؛ له څه باندې ۲۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت کې ۲۲ میلیونه ۴۷۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست خپله بودجه وه او پاتې یې د همکارو موسسو له خوا په یادو برخو کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته مصرف کړې.

یاد ریاست پلان لري، چې په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې د ولایت په کچه ۳۰۰۰ نورو کورونو د ترمیم تر څنګ له طبعي پېښو څخه زیانمنو خلکو سره د مرستې کولو لازم تدابير هم ونيسي.