ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو په تړاو خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف په مشري له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دوو اړخيزو اړيکو ترڅنگ د سوداگرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ برخو کې د همکاريو په تړاو هر اړخيزې خبرې شوې.

په پیل کې د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي بختيار سعيدوف ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته په لومړني سفر ښه راغلاست ویلی.

مولوي امير خان متقي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سطحو کې د پلاوو ډېر تگ او راتگ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو ښکارندويي کوي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې په تاشکند کې د افغان سفارت د سطحې لوړول به د دوه اړخيزو اړيکو د لاپیاوړتیا لامل وگرځي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگري مخ پر زياتېدو بللې او هيله يې څرگنده کړه، چې په دې اړه لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته شي.

ښاغلي متقي غوښتنه کړې، چې اوزبیکستان دې افغان سوداگرو او ترانسپورټي پرسونل ته د ویزې د صدور په لړۍ کې اسانتياوې رامنځته کړي.

دغه‌راز ټینګار یې کړئ، چې دواړه هېوادونه باید هڅې وکړي تر څو د خپلو هېوادونو له لارو لا زیاتو انتقالاتو ته لاره اواره کړي او په دې برخه کې په کار ده، چې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د دې تر څنګ یې د هېوادوالو د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د وارداتي برېښنا د کمښت په برخه کې د پاملرنې او ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف افغانستان ته خپل سفر مهم او د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د نوي څپرګي په توګه یاد کړی دی.

ښاغلي سعيدوف د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره راغلی امنيت مهم او د افغانستان او اوزبیکستان د گډې پولې امنيت یې ډاډمن بللی او په دې برخه کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ارگانونو تر منځ نژدې همغږي مهمه ګڼلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد يې تل په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان ملاتړ کړی او ټينگار يې کړی، چې افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې برخه وي.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو د وزير په وینا؛ هېواد يې افغانستان د منځنۍ اسيا برخه بولي او د مرکزي هېوادونو د پرمختگ لپاره مهم ارزښت ورته لري.

بختيار سعيدوف ډاډ ورکړی، چې د سوداگرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې موضوع تر کار لاندې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره دا مهمه ده.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي؛ هېواد يې لېواله دی چې افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانگونه وکړي.

دغه‌راز په دې برخو کې پانګونه د افغانستان په خاوره کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ جوړولو سره ډېره مرسته کولای شي.

ښاغلي سعيدوف ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان د يوې سيمې د هېوادونو په توګه مشترکې گټې لري او په کار ده، چې نژدې همکاري ولري.

د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير متقي صاحب ته ازبکستان ته د سفر بلنه ورکړې، چي په مناسب وخت کې به تر سره شي.