له دوه کلن ځنډ وروسته نړیوال بانک افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پيلوي
دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او برېښنا شرکت په هڅو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د نړیوال بانک له لورې بیا پیلېږي.
له قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد تر ټولو سترې پروژې (کاسا۱۰۰۰) بیا پيل په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې د نړیوال بانک، افغانستان, قرغیزستان, تاجکستان او پاکستان استازو تر منځ ګډه ناسته شوې.
دا ناسته چې د مارچ په ۷مه او ۸ مه وشوه د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم پکې ګډون کړی وو او د برېښنا انرژۍ سوداګرۍ سیمییز نښلون دې سترې پروژې بیا پيل ته یې بشپړ چمتو والی ښودلی.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شیر خان بندر څخه د ننګرهار تر طورخم پورې بشپړیږي.
ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا لېږد دا ستره پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ بیاځلې د ۱۴۰۳ لمربز کال غويي/ثور میاشت کې بیا پيل او د ۱۴۰۴ لمریز کال پای کې بشپړه شي.
ددې پروژې چارې د نړیوال بانک له لورې د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لورې د چمتووالي او بشپړو شرایطو او ډاډمنتیا ښودلو سره بیا پيلیږي.
ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه
د نارنج ګل دودیزه مشاعره تېر شپه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، دولتي چارواکو او له کوزې پښتونخوا څخه راغلیو مېلمنو په شتون کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت تاریخي بڼ کې ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو چارو او د هنر او کلتور معینانو، چې په یاده مشاعره کې يې ګډون کړی وو په خپلو ویناوو کې د یادې مشاعرې د جوړولو په موخه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې ستایلي دي.
دوی همدارنګه ویلي؛ نارنج ګل د جلال آباد، جلال او ښاېست دی او دا مشاعره یې د ننګرهار برم او عزم بللی دی.
هغوی ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د ورته کلتوري ارزښتونو نمانځنې ته ژمن دی او په ښه توګه یې د نمانځې او بډاینې هڅې کوي.
د نارنج ګل په سږنۍ مشاعره کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته له امن او سکون څخه په ډکه فضا کې اورېدونکو ته ور واورول.
د مشاعرې په لړکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچه هم نندارې ته وړاندې شوه، چې د ګډونوالو تود هرکلی یې له ځان سره درلود.
دغه د رنګین ماښام مشاعره د ماښام لمانځه وروسته پیل او د شپې تر ناوخته پکې ښکلي شعرونه او ترنمونه زمزمه کېدل.
د یادونې وړ ده، چې د نارنج ګل مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د دې سیمې د ادیبانو او فرهنګیانو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې تر دې دمه په هر نظام کې له ځنډ پرته هر کال ترسره کېږي.
د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست په مالیزیا کې له افغان استادانو او محصلین سره ناسته کړې
په مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي په بلنه په یاد هېواد کې د افغانستان د ګڼو پوهنتونو استادان، چې مالیزیا ته د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو د تحصیل په موخه تللي او په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان استادان پروفیسور دوکتور محمد نقیب او دوکتور حیات الله او په نورو پوهنتونونو کې د محصلینو استازي سفارت ته بلل شوي.
د اسلامي امارت سفارت سرپرست ویلي؛ یاد سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د سفارت دروازې د هر افغان پر مخ پرانیستي دي.
ښاغلي احمدي د سفارت پر فعالیتونو، خدمتونو او وروستیو مثبتو کړنو او فعالیتونو خبرې کړي او له مالیزیا سره پر وروستیو ډیپلوماټیکو تعاملاتو او پرمختګونو یې ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ له دې وروسته به په مالیزیا کې هر مېشت افغان پرته له کوم توپیره سفارت خپل کور ګڼي او هر راز ستونزه به له موږ سره شریکوي.
نوموړی د تعلیم او تحصیل په ارزښت او په ټولنه کې د استاد او محصل په اهمیت خبرې کړي او استادان یې د ټولنې معنوي پانګه بللي او له هغوی یې غوښتي، چې په مالیزیا کې د پرمختلليو سیستمونو تحقیق وکړي او له موږ سره یې شریک کړي، تر څو د آبادۍ په لور د روان افغانستان په جوړولو کې دوی هم برخمن واوسي.
نقیب الله احمدي دغه راز د محصلینو شته ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حللارو په اړه هم خبرې کړي.
د غونډې ګډونوالو او د پوهنتون استادانو د سفارت په دغه بېسارې کړنه خوښي څرګنده کړې او دا یې په مالیزیا کې له مېشتو افغانانو سره د اړیکې جوړونې ښه وسیله ګڼلې.
هغوی زیاته کړې؛ تر دې وړاندې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته په دې کچه پاملرنه نه وه شوې او د یادو غونډې او ناستو ترتیبول یې خورا اړین بللی.
دغه راز یې سفارت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
وزلوبه؛ يما پټرول لوبډلې د مزارشريف د وزلوبې دويم پړاو سياليو اتلولي وګټله
د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو او وزلوبې ملي فدراسیون سره په همغږي د یما پټرولیم په مالي ملاتړ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له لسو ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د يما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د يما پټرول او بغلان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يما پټرول لوبډلې خپلې سيالې بغلان ځوانانو لوبډلې ته ۱/۸ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ملي راډیو تلویزیون رييس قاري احمد يوسف احمدي، د بلخ ولايت د ورزش رييس مولوي نور عالم بد، د وزلوبې فدراسيون رييس غلام سرور جلال، د يما پټروليم شرکت رييس، د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولينو او د وزلوبې سيالۍ ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو د ترسراوي په اړه د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ویلي؛ دا د اسلامي نظام برکت دی، چې په سرتاسري امن کې د زرګونو ننداره کوونکو په شتون کې دا سيالۍ ترسره شوې، د هېواد ټولو ورزشکارانو ته وعده ورکوم څنګه، چې په بلخ ولايت کې د وزلوبې سيالۍ په ښه شکل پای ته ورسېدې، نورو ولايتونو ته به هم دا لړۍ غزېږي او په نږدي وختونو کې به د هېواد په زياتره ولايتونو کې د وزلوبې سياليو شاهدان و اوسو.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې؛ وزلوبه د افغانستان يوه تاريخي لوبه ده، چې په هېواد کې زرګونه مينوال لري، دا سيالۍ د ورزشکارانو په فکري روزلو او تربيه کې ډېره مرسته کوي، لرې نه چې داسې ورځ به هم راشي چې دا ورزشکارانو به په نړيوالو ميدانونو کې د هېواد استازيتوب په ښه توګه وکړي.
د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او د يادو سياليو چمتو کوونکي له لوري ګټونکې لوبډلې ته اتلولۍ جام، اوښان، موټر او غوره چاپندازانو ته مډالونه، چمتو شوې بېلابېلې نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې بلخ لوبډلې د دغو سياليو درېيم مقام تر لاسه کړ.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۲۶/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۸/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۲۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۴۴۴ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې شپږ تنه فوق بکلوریا سند لرونکی، څلور تنه لیسانس، پینځه تنه حافظان، یو تن وړې دورې فارغ، ۲۳ تنه غریبکار او ۳۴ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۹۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۹۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه و، زابل او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري د تخته پل کمپ کې له ۲۷ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۲۴۲ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۳۹۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۵۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۱۶ تنه غریبکار او ۱۰ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۷۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
پکتیــــکا
انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
د انګور اډې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ کیږي، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۸۷۷ مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۱۱ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۷ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۰ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۰ تنه کیده، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۲۰ کورنۍ ۴۸۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۶ کورنۍ ۳۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۲۹ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۰۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۴ عدده
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو قومي مشرانو د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره لیدنه؛ قومي مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دغه ناسته کې علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو په هېواد کې د سراسري امنیت تامین، اقتصادي پرمختګ، پانګونې او اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي ښودلې.
دغه قومي مشرانو د اسلامي امات له مشرتابه د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په بېلابېلو سېمو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د قومونو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په برخه د علماوو رول مهم بللی دی او همدرانګه یې ویلي، چې د سراسري امنيت تامين، خلکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول د اسلامي امارت ژمنې دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
ښاغلي حنفي دغو مشرانو ته ډاډ ورکړې، چې د دوی غوښتنو ته به د اسلامي امارت د شته امکاناتو په پام کې نېولو سره ځواب ورکړل شي.
چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر له یو شمیر افغان محصلینو سره لیدنه کړې
د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان سفارت په مقر کې له یو شمیر افغان محصیلنو سره چې د بیجینګ په مختلفو پوهنتونونو کې د ماسټري او دوکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي لیدنه کړې.
مولوي بلال کریمي د محصلینو وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه اوریدلي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، سفارت شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دی او له خپلو امکاناتو سره سم ورته خدمتونه وړاندې کوي.
په ناسته کې د محصلینو اړوند بېلابېلو موضوعاتو باندې ګټور نظرونه شریک شوي او په دې برخه کې د لا نور پرمختګ لپاره لارې چارې په ګوته شوې.
یادو محصلینو د مننۍ ترڅنګ د ورته ناستو پر دوام ټینګار کړی.
د هېواد په اوو زونونو کې د ۵۱ زره علماوو څخه د عالمیې مرحلې ازموینه واخیستل شوه
لوړو زده کړو وزارت د هېواد ۵۱ زره علمای کرامو څخه د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه په اوو زونونو کې ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د هېواد ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیسته.
نوموړي د ازموینې په پرانیسته کې علمای کرامو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړی، هغوی ته یې د بریا هیله څرګنده کړې او ویلي يي دي، په دې پروسې سره به د علمای کرامو د اسنادو تثبیت وشي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي، د محصلانو چارو او مالي او اداري مرستیالانو، د مرکزي ادارو رییس، په زونونو کې د علمای کرامو شورا غړو، د جهادي مدرسو شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو استازو او د استخباراتو مسولینو له یادو ازموینو څخه څارنه کوله.
د علمای کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې ازموینه هم مهاله د هېواد په ۷ زونونو (مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ) کې پیل شوه او ټولو هغو علمای کرامو پکې ګډون کړی و، چې نوملیکنه یې ورته کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې دغو علمای کرامو ته به په ازموینه کې له بریا وروسته د ماسټري معادل اسناد ورکول کېږي.
اسلامي امارت د فلسطين په خاوره کې د اسرائيلو له لوري د زرګونه کورونو جوړولو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې
بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونستي اشغالګرو لخوا د فلسطین په لویدیځه غاړه “الضفة الغربية” کې د ۳زره او ۵۰۰ نویو میشت ځایونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو غندلې ده.
یاد وزارت دغه ناوړه پرېکړه د فلسطین پر خاوره یو بل ښکاره تیری بللی او په ټینګه یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې دا ډول ظالمانه کړنې او په غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو له لوري روانه نسل وژنه به د نهجبرانیدونکو عواقبو او په سیمه کې د بې ثباتۍ عامل شي.
