د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو او وزلوبې ملي فدراسیون سره په همغږي د یما پټرولیم په مالي ملاتړ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له لسو ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د يما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د يما پټرول او بغلان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يما پټرول لوبډلې خپلې سيالې بغلان ځوانانو لوبډلې ته ۱/۸ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ملي راډیو تلویزیون رييس قاري احمد يوسف احمدي، د بلخ ولايت د ورزش رييس مولوي نور عالم بد، د وزلوبې فدراسيون رييس غلام سرور جلال، د يما پټروليم شرکت رييس، د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولينو او د وزلوبې سيالۍ ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو د ترسراوي په اړه د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ویلي؛ دا د اسلامي نظام برکت دی، چې په سرتاسري امن کې د زرګونو ننداره کوونکو په شتون کې دا سيالۍ ترسره شوې، د هېواد ټولو ورزشکارانو ته وعده ورکوم څنګه، چې په بلخ ولايت کې د وزلوبې سيالۍ په ښه شکل پای ته ورسېدې، نورو ولايتونو ته به هم دا لړۍ غزېږي او په نږدي وختونو کې به د هېواد په زياتره ولايتونو کې د وزلوبې سياليو شاهدان و اوسو.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې؛ وزلوبه د افغانستان يوه تاريخي لوبه ده، چې په هېواد کې زرګونه مينوال لري، دا سيالۍ د ورزشکارانو په فکري روزلو او تربيه کې ډېره مرسته کوي، لرې نه چې داسې ورځ به هم راشي چې دا ورزشکارانو به په نړيوالو ميدانونو کې د هېواد استازيتوب په ښه توګه وکړي.
د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او د يادو سياليو چمتو کوونکي له لوري ګټونکې لوبډلې ته اتلولۍ جام، اوښان، موټر او غوره چاپندازانو ته مډالونه، چمتو شوې بېلابېلې نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې بلخ لوبډلې د دغو سياليو درېيم مقام تر لاسه کړ.