ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د نارنج ګل دودیزه مشاعره تېر شپه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، دولتي چارواکو او له کوزې پښتونخوا څخه راغلیو مېلمنو په شتون کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت تاریخي بڼ کې ترسره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو چارو او د هنر او کلتور معینانو، چې په یاده مشاعره کې يې ګډون کړی وو په خپلو ویناوو کې د یادې مشاعرې د جوړولو په موخه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې ستایلي دي.

دوی همدارنګه ویلي؛ نارنج ګل د جلال آباد، جلال او ښاېست دی او دا مشاعره یې د ننګرهار برم او عزم بللی دی.

هغوی ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د ورته کلتوري ارزښتونو نمانځنې ته ژمن دی او په ښه توګه یې د نمانځې او بډاینې هڅې کوي. 

د نارنج ګل په سږنۍ مشاعره کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته له امن او سکون څخه په ډکه فضا کې اورېدونکو ته ور واورول.

د مشاعرې په لړکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچه هم نندارې ته وړاندې شوه، چې د ګډونوالو تود هرکلی یې له ځان سره درلود.

دغه د رنګین ماښام مشاعره د ماښام لمانځه وروسته پیل او د شپې تر ناوخته پکې ښکلي شعرونه او ترنمونه زمزمه کېدل.

د یادونې وړ ده، چې د نارنج ګل مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د دې سیمې د ادیبانو او فرهنګیانو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې تر دې دمه په هر نظام کې له ځنډ پرته هر کال ترسره کېږي.