لوړو زده کړو وزارت د هېواد ۵۱ زره علمای کرامو څخه د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه په اوو زونونو کې ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د هېواد ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیسته.
نوموړي د ازموینې په پرانیسته کې علمای کرامو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړی، هغوی ته یې د بریا هیله څرګنده کړې او ویلي يي دي، په دې پروسې سره به د علمای کرامو د اسنادو تثبیت وشي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي، د محصلانو چارو او مالي او اداري مرستیالانو، د مرکزي ادارو رییس، په زونونو کې د علمای کرامو شورا غړو، د جهادي مدرسو شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو استازو او د استخباراتو مسولینو له یادو ازموینو څخه څارنه کوله.
د علمای کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې ازموینه هم مهاله د هېواد په ۷ زونونو (مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ) کې پیل شوه او ټولو هغو علمای کرامو پکې ګډون کړی و، چې نوملیکنه یې ورته کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې دغو علمای کرامو ته به په ازموینه کې له بریا وروسته د ماسټري معادل اسناد ورکول کېږي.