ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۲۶/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۸/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۲۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۴۴۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې شپږ تنه فوق بکلوریا سند لرونکی، څلور تنه لیسانس، پینځه تنه حافظان، یو تن وړې دورې فارغ، ۲۳ تنه غریبکار او ۳۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۹۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۹۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه و، زابل او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري د تخته پل کمپ کې له ۲۷ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۲۴۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۹۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۵۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۱۶ تنه غریبکار او ۱۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ کیږي، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۸۷۷ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۱۱ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۷ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۰ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته  ۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۰ تنه کیده، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۲۰ کورنۍ ۴۸۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۶ کورنۍ ۳۳ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۲۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۰۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۴ عدده