ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1189

د رياست الوزرا اداري مرستيال: محلي مسولین دې ولس ته کاري فرصتونه رامنځته کړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب والي داملا محمد شعيب رسالت او امنيه قومندان داملا سراج الدين احمدي سره لیدنه کړې.

د فارياب ولايت والي او امنيه قومندان په دې ولايت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ او همداراز د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

هغوی ویلي؛ په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تأمين دی او محلي مسولين خلکو ته د خدمت، د هغوی د ستونزو لمنځه وړو او ټولنيزې هوساينې رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

 يادو مسولينو د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، ترڅو د ښوونځيو، مدرسو او په لرې پرتو سیمو کې د روغتيايي کلينيکونو جوړولو او همداراز د اوبو بندونو جوړولو ته، جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د محلي مسولينو فعاليتونه او کړنې ستایلي او ويلي يي دي؛ د سراسري امنيت تأمين، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د خلکو د ستونزو لمنځه وړل د اسلامي امارت لومړیتونو څخه دي او لازمه ده، چې محلي مسولين په دې برخه کې لا زياته هڅه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هغوی د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دې برخو ته رسېدنه وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د ولسونو د قربانیو له امله نن افغانستان د یو بشپړ اسلامي نظام درلودونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په شمالي ولایتونو کې مېشت ځدراڼ قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

قومي مشرانو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ځدراڼ قوم ټولنیز او اقتصادي حالت په اړه ویلي؛ د اشغال پر مهال د هغوی پر کورونو د شپنیو چاپو او بمبار له امله يې ډير کړاوونه ګاللي او هر څه يې له لاسه ورکړي دي.

 د يادو مشرانو په وینا، په سیمو کې یې د امن په راتګ سره اوس خلک کولای شي له ځايي ادارو سره خپلې ستونزې شریکې او همدارنګه د مسولینو او ولسونو ترمنځ همکارۍ ته زمینه هم برابره شوې ده.

یادو مشرانو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، ترڅو په لویو رغنيزو پروژو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

 د ریاست الوزرا سیاسي د جهاد په وروستۍ دوره کې د هېواد د شمالي ولایتونو د اوسېدنکو هڅې ستایلي او ويلي يي دي؛ له مجاهدینو څخه د ولسونو د ملاتړ او قربانیو له امله نن افغانستان د یوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی دی.

 مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د علماوو او قومي مشرانو هڅې کولای شي د ولسونو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

سیاسي مرستیال په شمال کې مېشت د ځدراڼ قوم مخورو ته ډاډ ورکړی، چې اړوند ادارې به يې غوښتنو او وړانديزونو ته د رسېدنې په موخه لازمې کړنې ترسره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د تیر کال په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ۱۳ میلیارده افغانۍ وېشلي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره څه موده وړاندې د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنایي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخو کې د حرفوي زده کړو پینځه میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی وو، چې د دې دورې تر بشپړولو وروسته هغوی ته د یوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید آخوند له خوا بری لیکونه ورکړل شوې دي.

په دغه پروګرام کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ملا عبدالرزاق اخوند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي رحمت الحق، د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد حمید حسیب، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت ځینو رییسانو او امرینو او د (HHRD) خیریه موسسې مسولینو ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د مسولیتونو په درک او پیژندلو سره د تیرې ادارې یتیمان، کونډې او معلولین د اسلامي امارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو په څیر پرته له هر ډول تبعیض ثبت کړي او هغوی ته مرستې ورکوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د تیر کال په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ۱۳ میلیارده افغانۍ ورکړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د ملي سوداګرو او خیرغوښتونکو اشخاصو څخه غوښتي، تر څو د یتیمانو د پوهې او تربیې او د کونډو او معلولینو د لاس نیوي په برخه کې لازمې مرستې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د اسلام سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې د یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو کفالت پر غاړه لري او هغوی ته یې په روان مالي کال کې له ۱۱ میلیارده افغانيو څخه ډیرې پیسې د نغدي مرستو په توګه حواله کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نوښت موږ او تاسې د فني او حرفوي زده کړو په بیلابیلو برخو کې د ۱۲۰ تنو یتیمانو او معلولینو د فراغت شاهدان یو، چې په دې سره به د هغوی اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځ ته او د اقتصادي ځان بساېنې په لور به ګامونه پورته کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس ویلي؛ دې وزارت د (HHRD) موسسې سره په همکارۍ یتیمانو او معلولینو ته په شپږو بېلابېلو حرفو کې د زده کړې زمینه برابره کړې، چې د دې دورې له بشپړولو سره به هغوی اقتصادي ځان بساېنې ته ورسیږي.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ دې وزارت تر دې دمه ۱۱ میلیارده او څه باندې ۴۸ میلیونه افغانۍ په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ورکړي دي.

د بهرنېو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال او د لوړو زده کړو وزارت مالي اواداري چارو مرستیال هم د اسلام په سپیڅلي دین کې د یتیمانو د کفالت پر ارزښت هر اړخیزې خبرې کړي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه یې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د دایرولو په پار مننه کړې.

د شهیدانو ورثه ؤ معلولینو د پالنې مرکز رییس ویلي؛ په دې دوره کې د مرکز او ولایتونو یو ۱۲۰ تنه یتیمان او معلولینو ته د پینځه میاشتو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړل شوې او دا مرکز په پام کې لري تر څو زده کوونکو په جذب کې زیاتوالی راولي.

د دې پروګرام په پای کې یادو زده کوونکو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل هم ورکړل شوي دي.

له مولوي عتیق الله عزیزي سره د جاپان سفير لیدنه؛ د ملي موزیم د نوې ودانۍ په جوړښت او غني کېدو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له سفیر تکه يوشي کيورومي سره په ملي موزیم کې د ياد موزيم د نوې ودانۍ د جوړښت او غني کولو په اړه لیدنه کړې.

مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له همکاریو مننه کړې او ویلي يي دي، جاپان تل د افغانستان د کلتوري بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی.

 نوموړي زیاته کړې؛ د کابل په ملي موزیم کې د مختلفو مذهبونو او مختلفو دورو آثار خوندي دي، خو شته امکانات د اثارو د خوندیتوپ لپاره بسنه نه کوي، نوموړي د جاپان هېواد له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوی ودانی، د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره ډیپوګان او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو غوښتنه کړې.

 د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد ټینګار کړی، چې ملي موزیم د جاپان دوستانه مرستو ته اړتیا لري، تر څو دغه تاریخي بنسټ له هره اړخه مجهز شي.

 د جاپان سفیر ویلي؛ د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي او ملي موزیم ته د راتګ هدف هم د ملي موزیم ارزونه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملاً کار شروع کړی او ډير ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.

 د جاپان سفیر د هنر او کلتور له مرستیال او د موزيم له ریيس سره تر ليدنې وروسته د ملي موزیم له بیلابیلو برخو او آثارو څخه لیدنه کړې او خوښي یې ښودلې، چې ملي موزیم کې د ټولو کلتورونو او ادیانو اثار خوندي او شتون لري.

د ډاکټر قلندر عباد او د اسلامي هېوادونو سازمان د پروژو مسول لیدنه؛ د روغتیايي مرکزونو جوړیدو ترڅنګ په ځینو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د اسلامي هېوادونو سازمان د پروژو له مسول خلیل ابراهیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د مور او ماشوم روغتیا ته پر ځانګړې پاملرنې، د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو او ورته نورو موضوعاتو خبرې شوي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هېواد په لرې پرتو سېمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو تر څنګ، د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړول او د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه له خپلو لومړیتوبونو څخه بللې او ویلي يي دي؛ موږ هڅه کوو، تر څو ټولو هېوادوالو ته په کور دننه په ټولو روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کړو.

 د اسلامي هېوادونو سازمان د پروژو مسول د دې سازمان د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ به په نېږدې راتلونکي کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او نورو روغتیايي برخو کې د مرستې په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړو.

ایراني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هغو ایراني او افغان پانګوالو سره، چې د موټرو روغنیاتو په برخه کې پانګونه کوي، لیدنه کړې.

په دې کتنه کې حمید قاسم نژاد او ورسره ایراني او افغاني پلاوې چې په ایران کې د موټرو روغنیات تولیدوي په هرات ولایت کې په یاده برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پانګوالو پانګونې څخه خوښې څرګنده کړې او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې خوشبختانه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او موږ د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پانګونې ته لیواله یو.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د صنعتي کیدلو طرحه پای ته رسیدلو په درشل کې ده، چې په پلی کیدلو سره به يې د برانډ امنیت خوندي شي.

کرېکټ؛ د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د شهید نجیب الله تره‌کي په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ پیلېږي.

دا په ټوله کې د یادو سیالیو ۱۲م پړاو دی، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې به د کندهار ولایت په کرېکټ لوبغالي کې د پینځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري، چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې څلور لوبې ترسره کړي او له منځه به یې څلور مخکښې لوبډلې د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومي، چې د نیمه پایلوبو ګټونکې دوه لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.

دغه سیالۍ به ټولې ۸ ورځې وخت ونیسي، د پایلوبې په شمول به په یاده موده کې ټولې ۱۳ سیالۍ وشي، چې وروستۍ پایلوبه به یې د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه په یاد ولایت کې ترسره شي.

د سپین غر زون لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي ګټلې وه، چې د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرېکټ دریم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي.

له دې وروسته به د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ او ګڼ شمېر نورې سترې کورنۍ سیالۍ ترسره شي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت هېواد ته د څه‌باندې ۳ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳زره او ۳۴۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۳ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۸۳۵ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او یو زر او ۵۰۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۵ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم او حیرتانو بندرونو له لارې ثبت شوی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

 تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د دلوې مياشتي له ۲۷ مې څخه د حوت تر ۳ مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۲ زره او ۲۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې۷۵ زره او ۶۹۸ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې پینځه زره او ۵۴ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۸۱ ټنه انتقالات چې ټول ۹۲ زره او ۲۳۳  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې دوه زره او ۲۴۷  ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، کچالو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

تېره ورځ پر اوکراین د روسیې د برید دوه کاله پوره شول؛ د ځینې هېوادونو مشران کیف ته د ډاډګیرنې په موخه ورغلي

داسې حال کې چې پرون شنبې د فبرورۍ ۲۴ مه پر اوکراین د روسیې د برید دوه کاله پوره شول، د کاناډا، ایټالیا او بلجیم لومړي وزیرانو او د اروپایي کمیسیون مشرې پر همدې ورځ (پرون) د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کړی و.

د راپورونو له مخې دوی له پولنډ څخه د ریل ګاډي په وسیله کیف ته ورغلي وو او هلته یې له زیلنسکي سره د کتنې پر مهال کیف سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړه کې تر دا مهاله زرګونه کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو شمېرې ښيي، چې دغې جګړه کې ۷۰ زره اوکراینیان وژل شوي، خو ځینې رسنۍ بیا دغه شمېر ۱۱۰ زره یادوي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي، د اوکراین په روانې دوه کلنې جګړه کې تر اوسه ۱۰ زره ۶ سوه ملکي وګړي وژل شوي او کابو ۲۰ زره کسان ټپیان شوي دي.