ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1210

د رياست الوزرا اداري مرستيال: خلکو ته خدمت او د هغوی سوکاله ساتل د مسولینو لوی مسولیت دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان مرستيال والي نورالدين عمير سره لیدنه کړې.

مولوي نورالدين عمير د جوزجان د ټولنيز او امنيتي وضعيت او همداراز د ځايي ادارې د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د جوزجان مرستيال والي ویلي؛ د جوزجان مسولين او مجاهدين تل په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمت لپاره د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو پر بنسټ هڅه کوي او د هغوی ستونزې په نښه او د حل لپاره يې اقدام کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د جوزجان ولايت مجاهدينو او مسولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، خلکو ته خدمت او د هغوی د امنيت او ارامۍ لپاره هڅې لوی مسولیت ياد کړی، چې دا مهال يې د اسلامي امارت مسولين او مجاهدين ترسره کوي.

نوموړي ویلي؛ هغوی بايد هڅه وکړي، ترڅو دغه مسوليت په ښه ډول ترسره او د خلکو ستونزې او اړتیاوې حل کړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد فارغ شویو دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې؛ د اسلامي او ملي ارزښتونو او د هېواد د پولو په ښه ډول ساتنه وکړئ

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ ابن جبل ملي پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه ۲۳۵ تنه محصلین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په ياد غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابینې يو شمير غړو، مسولينو، مشرانو او مجاهدينو ګډون کړي و.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د وينا په مهال محصلينو ته سپارښتنه کړې، چې تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ به  سرحداتو ساتنه کوئ، تاسو ته ملت اميدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسوليت په ښه اخلاص ترسره کړئ؛ قومي، نژادي او سمتي توپیر څخه ځانونه وساتئ.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي ویلي؛ لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو، او خپل هېواد او خاورې ته به خدمت کوو، ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.

مسولینو زیاته کړې؛ دغه محصلين به په راتلونکي کې د دغه هېواد او خاورې ساتنه کوي او محصلينو ته اوس مسوليت ورسپارل کېږي، بايد خپل مسوليت ته بشپړه پاملرنه ولري.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت هڅه کوي روغتونونو ته پرمختللي امکانات برابر کړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې چې د طبي شورا عمومي ریيس ډاکټر ګل محمد عثماني هم شتون درلود.

 په پيل کې د نورو په استازیتوب پروفيسور عبدالکریم قيومي د هېواد د روغتيايي وضعيت، روغتونو او ډاکټرانو په اړه ویلي؛ اوسمهال د هېواد په هره برخه کې پوره متخصص ډاکټران شته او هغوی ته د پاملرنې او امکاناتو ترڅنګ د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو په صورت کې، کولای شي په مختلفو برخو کې د ناروغانو ستونزو ته ځواب ووايي او د درملنې لپاره بهر ته د هېوادوالو د تګ مخنيوی وکړي.

هغوی د اسلامي امارت مسولينو څخه غوښتي، ترڅو د متخصصو ډاکټرانو روزنې، د معياري طبي وسایلو برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتيايي مرکزونو پراختيا ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ روغتيا د خلکو اساسي اړتيا بللې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او مسولين هڅه کوي، چې په دې برخه کې د متخصصو او لايقو ډاکترانو د تشخيص او ګمارلو ترڅنګ روغتونونو ته پرمختللي امکانات برابر کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې؛ د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري، ترڅو وکولاي شي په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د سرطان په څېر د لا علاجه ناروغيو په برخه کې د هېوادوالو اړتياوو ته ځواب ووايي.

د اداري کمېسيون غونډه؛ بدخشان کې د طب پوهنځي په جوړولو او نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د اداري کمېسيون غونډه نن د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو، پوهنې، کانونو او پټرولیم او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، د فرامينو او احکامو د څارنې او د څارنې عمومي رياست، چارو ادارې، پکتيکا ولايت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او په بدخشان کې د طب پوهنځي جوړولو پر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث وشو.

 او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

مولوي عبدالکبیر: هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې شتون نه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پکتیا ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په ټوله خاوره بشپړ واک لري او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت ټولې نړۍ او هېوادونو سره احسنه ډیپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اوسنی نظام ټول شموله دی او ټول قومونه پکې برخه لري د اسلامي امارت نظام په اړه د نړیوالو نیوکې بېځایه تبلیغات دي، په اسلامي نظام کې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نشته دی او یوازې رښتیني افغانان پکې ځای لري.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او آبادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شتون لري، چې لویې پروژې عملي کړي.
د دغې ولسي غونډې پرمهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له خلکو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو غوښتنه کړې، چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.

په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه کړې.

د مچلغو بند، د ګردېز پټان لویې لارې جوړېدل، ګردېز حلقوي سړک، پټان کې د سوداګریزو توکو لپاره لابراتوار او ګدامونو جوړېدل، ګردېز هوايي میدان بیارغونه او دې ولایت ته د زون په کچه امکانات ورکول د ځايي خلکو اساسي غوښتنې دي.

د کرېکټ اسیايي شورا کلنۍ ناسته؛ له دې وروسته به افغان کرېکټ بورډ ته د هندوستان کرېکټ بورډ په اندازه بودیجه ورکول کېږي

د کرېکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې د دغې شورا د مشرتابه د ټاکل کېدو سربېره، د هندوستان د کرېکټ عمومي سکرتر جې شا یې یو ځل بیا مشري ترلاسه کړه؛ د یادې شورا پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې اترې وشوې، چې ټولو ګډونوالو یې په اسیا کې د کرېکټ پر لا ډېرې پرمختیا او ودې ټینګار کړی.
دغه راز په یاده ناسته کې افغانستان کرېکټ بورډ ته د یادې شورا د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو هغومره/ یوشان بودیجه منظور شوې، چې تېر کال یې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه له لوري په بحرین کې د یادې شورا په کلنۍ ناسته کې غوښتنه شوې وه.
چې ورسره به له دې وروسته افغان کرېکټ بورډ ته د هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا د کرېکټ بورډونو په اندازه بودیجه ورکول کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه په دغه ناسته کې چې د اندونیزیا په بالي کې ترسره شوه؛ د غړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره په راتلونکي کې د دوه اړخیزه لوبو پر برابرولو او ډېروالي، د اسیایي شورا په لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د یادې شورا له لوري د افغان تخنیکي مسولینو د روزنې، او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د افغان کرېکټ بورډ د تخنیکي مسولینو د ګډون په تړاو خبرې اترې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او دغه راز د یادې ادارې اجراییوي رییس نصیب خان هم په یاده ناسته کې ګډون درلود.
د دوی په وینا؛ دغه ناسته افغانستان کرېکټ بورډ ته له هره اړخه له لاسته راوړنو ډکه وه او هیله من دي، چې افغان کرېکټ بورډ به له دې ډېرو موخو ته ورسوي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د ګربز ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر پر مهال د ګربز ولسوالۍ په مرکزي مدرسه کې يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

یادو قومي مشرانو اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي، د ګربز قوم ځوانان هر ډول خدمت ته تیار دي.

هغوی د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخو کې خپلې ستونزې شريکې کړې او د مرکزي مدرسې کيفيت لوړولو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې.

دغو قومي مشرانو او علماوو همداراز ویلي، په خوست ولايت او ځانګړي ډول ګربز ولسوالۍ کې ټول قومي تړونونه د اسلامي امارت اصولو سره سم ترسره کېږي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر وړاندې د جهاد په ملاتړ کې مهم رول درلود او تل يې د مجاهدينو خدمت کړی دی.

د رياست الوزرا مرستيال دغو قومي مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به يې ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.

د شیخ شهاب الدین دلاور او د یوې چینايي کمپنۍ رییس لیدنه؛ افغانستان کې د کاني زېرمو په شته فرصتونو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له رییس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې یې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې کړي او په هېواد کې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

 د دغې کمپنۍ رییس د هېواد د نفتو د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې او ويلي يي دي؛ کمپنۍ یې د عصري وسایلو او متخصصو کارمندانو په درلودو سربېره د پراختیا په برخه کې د مډرنو وسایلو او د 2013 کال راپه دېخوا د قرغزستان هېواد د نفتو د ویستنې او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد شرکت څخه غوښتي، چې خپله طرحه او پروپوزل دې وړاندې کړي.

سرپرست وزیر ورسره په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنه هم کړې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس د پوهنې وزارت له سرپرست سره لیدنه کړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوى رییس مفتي شهزاد نور رشید او ورسره مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله آغا سره لیدنه کړې او د ادارې اړوند پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړي.

 مولوي حبیب الله آغا د پوهنې وزارت د کړنو او تشکيلاتو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړي.

 د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو د کړنلارې په اړه معلومات وړاندې کړي او د هغې د پلي کولو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

 پلاوي د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال د پوهنې وزارت له سرپرست څخه غوښتي، تر څو د مرکزي او ولايتي ادارو په ګډون په ياد وزارت کې د آزادې سيالۍ له لارې د ګمارنې بهير پرمخ يوسي او د اداري او ملکي خدمتونو د اصلاحاتو په برخه کې دې اړوند استازي اغېزمن رول ولوبوي.

 سرپرست وزیر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له ريیس او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې د یادو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت او یاد کمیسیون ترمنځ یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

 همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې ياد وزارت د روڼتيا او د فساد له منځه وړلو ته ژمن دى او په راتلونکي کې به هم له دغه کمېسیون سره د همکار په توګه پاتې شي.

 نوموړي دغه راز ژمنه کړې، چې د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې د ساده کولو په پروسه کې د اداري اصلاحاتو د استازي د ارزښتناک رول په تړاو به د پوهنې مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ادعاوو په اړه د اسلامي امارت ویاند څرګندونې!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی، چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو له ادرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی، چې تل پروپاګند کوي.

دا د ملګروملتونو له آدرس څخه سو استفاده ده، چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي، چې دغه ډول استفاده دوام وکړي.

موږ پوهیږو، چې د امنیت شورا ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي، چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او پریکړې یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخيږي.

په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت  چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي.

متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي، چې ۲۰ کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هيله کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.

د يادونې ده، چې د وروستي ۲۰ کلن ناورين يو اساسي لامل د دغه ډول بې‌بنياده معلوماتو پر اساس قضاوتونه وو.