ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1211

د مولوي محمد یعقوب مجاهد او د ازبیکستان سرحدي ځواکونو رییس لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو خبرې شوي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبیکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ په تېر یو کال په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو، چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم پیاوړي کړو.

همدا رنګه نوموړي ازبیکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

ازبیکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیال کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکز متون په ګډون د خوست د ټولو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت زعیم او مشران عادل کسان بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د عفوې له اعلان سره په افغانستان کې د وینې تویېدو او د هېواد ورانېدو مخه ونیوله.

هغوی زیاته کړې؛ ولسونه د اسلامي امارت ملاتړي دي او دا خپله د کورني مشروعیت په مانا ده.

دغو قومي مشرانو وړاندېز کړی، چې د لویې پکتیا د خلکو ستونزو د حل لپاره دې د غلام خان بندر له لارې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او په خوست کې بنسټیزې پروژې عملي شي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي، چې د افغانانو د یووالي او سرښندنو په پایله کې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وایستل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام د عدالت تامین خپل لومړیتوب ټاکلی که له هر چا سره ظلم وشي او په دې وزارت کې خپل شکایت ثبت کړي، نو په حق کې به یې عدالت تامین شي.

دغه‌راز په کابل کې ۱۲ زره د بحث وړ مسایل حل او دا لړۍ په ټول هېواد کې ادامه لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د خوست د قومي مشرانو او علماوو د دوامداره همکاریو مننه کړې.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت له پخوانیو جهادي دورو سره په توپیر، د جهاد تر بریا وروسته په سیاسي برخه کې هم بریا خپله کړې او د جهاد هدف یې چې پیاوړی اسلامي نظام وو، رامنځته کړ.

محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت حکومت د سیمې او قوم له پلوه ټول شموله بللی او ویلي یې دي، چې پخوانیو فاسدو څېرو ته ملت د حکومت کولو اجازه نه ورکوي او نه هم اسلامي امارت ته د زغم وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کمزوري اقتصاد باوجود د خلکو د ملاتړ په پایله کې قوي نظام رامنځ ته کړی، په ټولو ولسوالیو او د هېواد پر جغرافیه بشپړ حاکمیت لري او د اسلامي شریعت احکام پکې پلي کیږي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت نړۍ ته د امن پیغام لري او له نړیوالو غواړي، چې د افغانستان په رغاونه کې ورسره همکاري او مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د سیمې په کچه لويې پروژې پیل کړي چې بې‌وزلي به ورسره پای ومومي او همدارنګه حکومت هڅه کوي په اقتصادي او تحصیلي برخه کې افغانستان پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیال کړي.

نوموړي په پای کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د نړۍ اړیکي د رسمیت پيژندلو په چوکاټ کې دي او خوستوالو ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی غوښتنو ته به هر اړخیز پام وشي.

د عمران خان په اړه د پاکستان د یوې بلې محکمې حکم؛ یو ځل بیا په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د راپورونو پر اساس د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې د دولتی ډالیو د پلور له امله په ۱۴ کاله بند محکوم شول.

دا پرېکړه د فساد پر ضد محمې له لوري شوې ده.

تېره ورځ هم یوې ځانګړې محکمې عمران خان او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هر یو په لس-لس کاله بند محکوم کړي وو.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه؛ د هېواد په بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو په نصب او نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث شوی.

یادې غونډې ته د خصوصي شرکت له لوري د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.

دغې ناستې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د تیرپارک جوړولو طرحې د ارزونې راپور هم وړاندې کړی، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدارنګه د پاتې نورو طرحو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

د جنوبي کوریا لویدیځ ساحل کې د امریکا یوه اېف ۱۶ الوتکه نسکوره شوې

نن سهار په ځايي وخت ۸:۴۰ بجې د امریکا متحده ایالاتو یوه اېف ۱۶ جېټ جنګي الوتکه د جنوبي کوریا لوېديځ ساحل په اوبو کې نسکوره شوې ده.

د معلوماتو له مخې دغه الوتکه یوې پوځي اډې ته نږدې رانسکوره شوې او پیلوټ ترې ځان سالم ژغورلی دی.

امریکایي پوځي چارواکو هم د دغې الوتکې نسکورېدل منلي او په دې اړه یې د پلټنو کولو خبر ورکړی دی.

دغه الوتکه په داسې مهال رانسکوره شوې، چې سیمه په ځانګړي ډول کوریا ټاپو، د چین ختیځ سواحلو(تایوان) او جاپان شاوخوا اوبو کې د شمالي کوریا او امریکا او متحدینو یې لکه جاپان، جنوبي کوریا، تایوان او دغه راز چین ترمنځ پوځي ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې نن د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

په یادو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او د دې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې بللي او له قراردادي شرکتونو یې غوښتي، چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

دغه پروژې د کابل هوايي ډګر کې د پارکېنګ او انتظارخونې، د فاریاب ولایت د آقینې بندر د تیرپارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړول دي، چې ټول لګښت یې شاوخوا دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي.

د یادو پروژو په پلي کېدو سره به له یوه لوري هېوادوالو ته معیاري ترانسپورټي خدمتونه وړاندې او له بل لوري به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۰/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي. او همدا شان په عمري کمپ کې دوه تشنابونه جوړ کړي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۵۰ خوراکه ډوډۍ او اته زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۳۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، درې تنه لیسانس، یو تن حافظ، ۳۸ تنه غریبکار او ۳۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۰۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۸ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۱۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن حافظ، درې تنه دیني عالمان، ۲۳ تنه غریبکار او ۱۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۷۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۵۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۳۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۳۴ کورنۍ ۴۴۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۴ کورنۍ ۶۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۱۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۰۶کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۹۸۸ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۰۱ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

هېواد کې د پولي ثبات ټینګښت او د پیسو قاچاق مخنیوي لپاره د افغانستان بانک هڅې!

د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د هېواد د پولي بازارونو ښه تنظیم په موخه یې اشخاصو او صرافانو ته د شرکت تر سرلیک لاندې د صرافۍ او پولي خدماتو فعالیت جوازونه صادر کړي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي؛ پولي شرکتونه مکلف دي چې د قوانینو او مقرراتو له مخې فعالیت وکړي.

له بل لوري د کابل شهزاده سرای صرافانو ټولنه له افغانستان بانک څخه صرافانو ته  د شرکتونو د جواز ورکول ارزښتناک بولي او وايي، چې دا جواز صرافانو ته د ګټې تر څنګ، د بهرنیو بیو پر وړاندې د افغانۍ ثبات او د قاچاق په مخنیوي کې ګټور تمامیدای شي.

د دې تر څنګ افغانستان بانک د افغانۍ ثبات ساتنې په موخه ګڼې هڅې کړې او وخت پر وخت یې زیات امریکايي ډالر لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک په هڅو افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او د سیمې په کچه یو له ارزښت لرونکو اسعارو څخه ګڼل کېږي.

د پوهنې سرپرست وزیر: هېواد کې دیني مدرسو او ښوونځیو جوړولو ته ژمن یو

د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم مشرانو د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره لیدنه کړې او د یاد ولایت د پوهنې پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې تفصیلي خبرې کړي.

دوی د پوهنې وزارت مشرتابه ته د پکتیا ولایت په ښوونیز وضعیت، د دیني مدارسو د رسمي کولو، په ښوونیزو بنسټونو کې د ښوونکو د کمښت د ستونزو د حل او د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې په اړه معلومات ورکړي.

دغه راز راغلي پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست څخه غوښتي، ترڅو د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه دې پکتیا ته سفر وکړي.

پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ په ټول هېواد کې د دیني مدارسو او ښوونځیو جوړول او پیاوړتیا د پوهنې وزارت د پلانونو په سر کې دي او د یاد وزارت مشرتابه د اړوندو پلانونو پلي کولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د پوهنې وزارت د پکتیا ولایت د ښوونیزو او روزنیزو ستونزو د هواري او ژر تر ژره د حل په موخه، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.