ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1212

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د علماوو او قومي مشرانو شوراګانې د ولسونو ستونزو په حل کې مهم رول لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له يو شمېر مسولينو او علماوو په ملتيا د خوست د علماوو او قومي مخورو شورا له غړو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شورا ګانو ارزښت ته په اشارې ویلي؛ په هر ولایت کې د علماوو او قومي مخورو شوراګانې د مهمو دندو په موخه رامنځ ته شوي، چې د چارو د ترسره کېدو په برخه کې ورته لازم صلاحیتونه هم ورکول شوي دي.

مولوي عبد الکبیر زیاته کړې، د علماوو او قومي مخورو شورا دې د قومونو ټولنیزو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د علماو شوراګانې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره مستقیمه اړیکه لري او د ولسونو د ستونزو په حل او د مسولینو په لارښوونه کې مهم رول لري.

د خوست د علماؤ شورا غړو ویلي؛ ګڼ شمېر بېړني مسایل چې په محاکمو کې له ځنډ سره مخ کېدل، په مناسبه توګه حل کړي دي.

د شورا رهبرۍ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی، چې د نظام ساتنې په موخه خلک هڅول شوي او په همدې اړه ورسره دوامداره غونډې کوي.

مولوي عبدالکبیر: د علماوو له برکته اشغالګر له ډېرو هڅو سربېره ونه توانیدل، چې دیني او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر خوست ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د جامعه مظهر العلوم نیازي مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې چې پکې د امر باالمعروف، نهی المنکر او شکایت اورېدلو سرپرست وزير، د اسلامي امارت يو شمېر مسولينو، علمای کرامو او قومي مخورو هم شتون درلود، ګډون کړی.

مولوي عبد الکبیر ټولو فارغ شويو فاضلانو ته د مبارکۍ پر مهال په ټولنه کې د دیني او عصري بنسټونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی او ویلي يي دي؛ څرنګه چې پخوانیو نسلو دیني ارزښتونه ساتلي، نو اوس د نویو نسلونو مسولیت دی چې اسلام ته خدمت وکړي او تر نورو یې په سمه توګه ورسوي.

د نوموړي په وینا:؛ د علماوو او قومي مخورو له برکته اشغالګر د ډېرو هڅو سربېره ونه توانید، چې دین او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي، همدا د افغانستان د مسلمان ولس د قربانیو پايله ده، چې اوس مهال اسلامي امارت په ټول افغانستان واکمن دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، د ښوونځي او پوهنتون زدکوونکو د مدرسې د طلباوو په څېر د بهرنیانو په ماتولو کې ونډه لرله او د دوی په منځ کې توپير نشته.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا له قومي مخورو او علماو غوښتي، د هغو مسایلو دې مخنیوي وکړي چې د ټولنیزو او قومي ستونزو سبب کیږي.

د دستار بندۍ په يادو مراسمو کې د ديني مدرسو استادانو، علمای کرامو او قومي مخورو له اسلامي امارت ملاتړ د هر افغان مسوولیت بللی.

دوی دغه راز خوست کې د دیني مدرسو د اغېزمن فعالیت لپاره د نصاب او دوامداره څار په موخه چارواکو او مسولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړي.

د چین ولسمشر د اسلامي امارت لوی سفیر او ځانګړي استازي باورلیک منلی

د چین ولسمشر شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک منلی.

د اسلامي امارت لوی سفیر د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په بیجینګ کې خپل باورليک د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړی.

 په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د لوی سفیر سربیره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه سپارلي.

 د چین ولسمشر د اسلامي امارت د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي کریمي د باورلیک منلو پر مهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ویلی او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړې.

همداراز بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم لیدلي.

نوموړي هم د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر او ځانګړي استازي ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي ویلې.

مولوي اسدالله د روان کال په ډسمبر میاشت کې په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ته د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته د اسلامي امارت په لوی سفارت کې کار پیل کړی و.

د کابل – کندهار لويې لارې د پاتې برخو د بیارغونې کار په بېلابېلو نورو برخو وېشل کیږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او انجنیرانو په ملتیا د راتلونکي کال په کاري پلان کې د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د کار شمالیدو په موخه له یادې لویې لارې څخه لیدنه کړې.
ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې د بیارغونې کار تیر کال په اووه لاټونو کې پیل کړی و، چې دا مهال یې د یادو اووه لاټونو څخه د ځینو برخو کار بشپړ شوی دی.
د یاد وزارت سرپرست وزیر تخنیکي ټیمونو او انجینیرانو ته لارښونه وکړې، چې د پاتې برخو کار دې په نورو بېلابېلو کوچنیو لاټونو و وېشي، ترڅو د نورو شرکتونو سره د داوطلبۍ له لارې قرارداد شي او په راتلونکي کال کې یې کار بیا پیل شي.
همدارنګه ملا محمد عیسی ثاني په دغه سفر کې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړې او اړوندو مسولینو ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په اړه لازمې لارښونې کړي.
د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر په لارښوونه د یاد وزارت تخنیکي ټیمونو د کندهار – ارزګان لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګه د کندهار ولایت د حلقوي سړک له ټاکل کیدو څخه هم لیدنه وکړې.

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسولین دې په نیک چلند سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د فاریاب والي داملا محمد شعیب رسالت په خپلو خبرو کې د امنیتي وضعیت او د یاد ولایت د مجاهدینو په اړه ویلي؛ د دې ولایت مجاهدین او مسولین خلکو ته د خدمت، امنیت د تامین او د دوی د هوساینې په برخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

 دغه راز د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو برخو کې د فاریاب ولایت د ولسونو ستونزې او ننګونې پیدا او د حل هڅې یې کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت خلکو او هېواد ته خدمت خپله دنده او ویاړ ګڼي او د ټولو سطحو مسولین یې هڅه کوي، چې له ولسونو سره د نرم او نېک چلند ترڅنګ د دوی کارونو او ستونزو ته هم په صحیح او غوره طریقه توګه رسېدنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: مسولین دې په سیمه‌ییزه کچه د امنیت لا ټینګښت هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوګر له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره لیدنه کړې.

مولوي ضیاء الرحمن مدني د لوګر ولایت د اجتماعي، اقتصاي او امنیتي وضعیت او دغه راز د سیمه ییزو ادارو کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د لوګر والي ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین په دې ولایت کې د روغتیايي او ښوونې او روزنې خدمتونو وړاندې کولو، د پراختیايي پروژو عملي کولو، د مواصلاتي لارو د بیارغونې او امنیت د ټینګښت په برخو کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د لوګر والي ته د ښه راغلاست پر مهال په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول د اسلامي امارت دنده بللې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ مسولین دې په ملي او سیمه ییزه کچه د امنیت د تامین او د خلکو د هوساینې او آرامۍ لپاره هڅې وکړي او د خپل توان په اندازه دې په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې حل کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت مسولین د ولس ستونزو حل خپل مسولیت بولي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خوست کې له علماوو او قومي مخورو سره د لیدنو په دوام، د زینخیل قوم یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

د زینخیل قوم علمای کرامو او مشرانو اسلامي امارت ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ لرې پرتو سیمو ته د اسلامي امارت د مشرانو ورتګ او د خلکو د ستونزو په اورېدلو سره د خلفای راشدینو تاریخ را ژوندی شوی دی.

هغوی زیاته کړې، په هېڅ ډول چاته د حکومت ضد کړنو اجازه نه ورکوي او په پوره توان له نظام څخه دفاع کولو ته چمتو دي.

د زینخیلو مشرانو او علماوو په خوست کې د برېښنا، روغتیا، پوهنې او سړک رغولو په برخه کې د اساسي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړې او خپل لیکلي وړاندیزونه یې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شريک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ دا د ولسونو حق او د اسلامي امارت مسولیت دی، چې د ولس ستونزې حل او ورته اړین خدمتونه ترسره کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ قومي مشرانو په تېرو څو لسیزو کې د جهاد او ملي یووالي ساتلو په برخه کې بې سارې هڅې کړې دي چې له برکته یې افغانستان له اشغاله خلاص شوی.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ د زینخیلو د ستونزو د حل لپاره به اساسي اقدام وکړي او پر وخت د رسېدنې لپاره به يې غوښتنې او وړاندیزونه اړوندو ادارو سره همغږي کړي.

د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د تخار – کندوز لویې لارې بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د تخار – کندوز لویې لارې د بیارغونې او داغ‌نیونې چارې د څه باندې ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یو سړک جوړونې او ودانیز شرکت ترمنځ  قرار داد شوی و، بشپړ او د تخار ولايت د ټولګټو رياست د رییس او یو شمېر سيمه ايزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په ياده پروژه کې د ۳۲ متره استنادي دېوال، یوه پایه پُلګوټي، ۵۴۶ متره وسپنيز کانکریټي لښتي رغول او دغه راز پر لوی پُل د ۲۸۹ متره په اوږد والي او اته متره پلنوالي سره، د اسفالټ اچونې کار هم شامل وو، چې دا مهال يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د یادې پروژې د کار په جریان کې د سيمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د تخار – کندوز پر مسیر د تلونکو مسافرو ترانسپورتي ستونزې را کمې شوې دي.

فوټسال لیګ غوره سیالیو ته د لوبډلو ټاکلو په موخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ فوټسال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د کابل د شمال، ختیځ، لوېدیځ او سویل زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف سیالۍ د فوټسال فدراسیون له لوري د دغه فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د دې سیالیو په پرانیسته کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش ریاست سلاکار قاري حیات رحماني، اړوندو پلاوو او د فوټسال مینوالو برخه اخیستې وه.

د دې سالیو په پرانیست‌لوبه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال ویلي؛ خوښ یم، چې لوبغاړي د سولې او امنیت په فضا کې سیالۍ ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې، د هیېواد د ورزش اداره له ورزشکارانو هر ډول مادي او معنوي ملاتړ کوي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د شهید پناه او دلاوران ترکمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې دلاروان ترکمن لوبډله د ۴/۱ په توپیر د دې سیالۍ ګټونکې شوه.

د یادو لوبو د ترسراوي موخه د فوټسال غوره لیګ سیالیو په پار د څلورو مخکښو لوبډلو ټاکنه ده، چې یوه میاشت به دوام وکړي.