ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1213

عمران خان او شاه محمود قریشي پر لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د راولپنډۍ د محکمې له لوري د پټو اسنادو خپرولو قضیې په تړاو پر لس کاله بند محکوم شول.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د راولپنډۍ د محکمې ځانګړي قاضي نن سې‌شنبه دا حکم اعلان کړ.

له بل لوري پرون د پاکستاني پولیسو له لوري د عمران خان په ملاتړ له لاریون کوونکو لږ تر لږه ۲۴ کسان نیولي شوي دي.

د افغانستان او ايران ترمنځ پولو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه شوې

د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست په مشرۍ د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست او د ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو تر منځ د ايران د سرحدي پولو د ستونزو حل او په صفري نقطو کې د پيلرونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه شوې.

د دفاع او امنيت ریيس مولوي محمود شاه زاهد ویلي؛ اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ له مخې له هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړيکې غواړي، نو په همدې اساس هڅه کيږي، چې له ايران سره په سرحدونو کې شته ستونزو ته اساسي حل لارې ولټول شي ترڅو په دې برخه کې ستونزې رامنځته نشي.

د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه هر اړخيز بحث کړی او له ايران سره په صفري نقطو کې د نويو پيلرونو جوړولو ټينګار شوی، ترڅو له دغه هېواد سره وخت په وخت په دې اړه پېښېدونکو ستونزو مخنيوی وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او ټرانزيټ په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

همدا راز په غونډه کې د نويو پيلرونو جوړولو او پخوانيو نيمګړو چارو سرته رسولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پریکړې او همغږۍ شتون هم اړين بلل شوی، ترڅو په دې برخه کې ستونزو ته دايمې حل لاره پيدا شي.

زابل کې د مغلیز پل د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولايت مغلیز پل رغنیزې چارې بشپړې او د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو او د زابل ولایت د ټولګټو رییس په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه پل پرانيست غونډه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ د مغلیز پل ۴۹.۲ متره اوږد والی ۸.۲ متره پلنوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې او د اته میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اړوند د دوه پایو نورو (غشي رباط او سنګر مانده پلونو)  کار د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز پل د کار په بشپړیدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شوی دی.

د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۷/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۶کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي. او همدا شان په عمري کمپ کې ۳۰خېمې درول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۴۸۰ خوراکه ډوډۍ او اته زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۰۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۶ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۳۴ تنه غریبکار او ۲۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۴۱۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱‍۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۳۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۴۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن حافظ، یو تن دیني عالم، ۲۶ تنه غریبکار او اته تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د آنګور اډې  له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۰۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۳۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶۲ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۴۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې تنه و، تخار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۰۰۰ افغانۍ شوې ده.

راستنېدونکو صنعت کارانو او سوداګرو ته د آسانتیاوو  برابرولو د تنظیم کمېټه

یادې کمېټې د دوشنبې ورځې پخپله ناسته کې د شپږو تنو صنعت کارانو او سوداګرو چې له دې وړاندې یې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېرولو او هملته یې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې کړې وې، اسناد کتلي او ارزولي دي او دوی یې د آسانتیاوو او امتیازاتو  تر لاسه کولو لپاره مستحق ثبیت کړي دي چې په خپل هېواد کې به ورته آسانتیاوې برابر کړل شي او دوی به، پانګونه د ډاډمن امنیت په فضاء او خپل هېواد کې وکړي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۲۹ کورنۍ، ۳۹۷ افراد

لېږدول شوي کډوال:          ۱۹ کورنۍ ۹۷ افراد

مرسته شوي کډوال:           ۹۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۱۹کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۸۳۶ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۰۰ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ په یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

یادې غونډې ته د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې تر هر اړخیز بحث وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې تایید او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو ته دنده سپارل شوې، څو دغه طرحه د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سره شریکه کړي او د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره یې غني او د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته یې دې وړاندې کړي.

همدارنګه نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د صدور ورکړه بله هغه موضوع وه، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري ورباندې بحث شوی.

د یادې موضوع په اړه تر بشپړ بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د نوري فایبر نویو متقاضیانو ته دې نوي جوازونه د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړل شي او له وړ شرکتونو سره د قراردادونو منظوري د اقتصادي کمېسیون ته راجع شي.

دا پرېکړه د وروستي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نویو عایداتي منابعو پر طرحه هم بحث شوي، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو ته دنده سپارل شوې، څو دغه طرحه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره شریکه کړي، د هغوی نظرونه دې پرې واخیستل شي او وروسته دې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: روغتیايي مسولین هڅه کوي روغتونونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د خصوصي او نیمه خصوصي روغتونونو له یو شمېر متخصصینو او مسولینو سره لیدنه کړې.

مسولینو د یادو روغتونونو د وضعیت، کړنو، فعالبتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړو زیاته کړې؛ د وسایلو برابرولو سره په داخل کې د ناروغانو د درملنې امکان برابرېږي او د ناروغانو د مسافرت او له هېواده د پانګې د اېستلو اړتیا نه پېښېږي.

دوي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي؛ چې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال روغتیا د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او د اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه بللې او ویلي يي دي؛ مسولین هلې ځلې کوي د متخصصو او تکړه ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د پېژندنې او استخدام ترڅنګ روغتونونو ته پرمخ تللي طبي امکانات برابروي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد په کچه په روغتیایي سکتور کې د ستونزو حل ته ژمن دی او دا اصلاحات له یوه روغتون پيل شوي او په تدریج سره په ټول هېواد کې نورو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته پراخېږي.

نوموړي ویلي، په بېلابېلو برخو کې د هېواد ټول کدرونه د دې ملت او هېواد پانګه او موږ ته د قدر وړ دي او د یو بل په همغږۍ کولای شو دا هېواد اباد کړو او افغان ملت له ستوتزو څخه وژغورو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د بنسټیزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې د مرکز اړوند لکڼو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

د لکڼو قومي مشرانو د اسلامي امارت په راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ خوست ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سفر دا څرګندونه کوي، چې د امارت مشران تر مرکزه محدود نه دي او د خپلو خلکو له حاله ځان خبروي.

هغوی په خوست کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، په ولایتي او سیمه ییزه کچه باید د قومي شخړو او ناندریو له منځه وړلو ته کار وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شوروي او امریکا د یرغلونو پر وړاندې د خوست د ولسونو جهاد او مبارزه نه هېرېدونکي بللې او ویلي يي دي، د خوست مجاهدو ولسونو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې قریانۍ یې ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ولسونو د ستونزو حل او د بنسټیزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د خوست د قومي مشرانو په وړاندیزونو به غور وشي.

د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار