ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د بنسټیزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې د مرکز اړوند لکڼو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

د لکڼو قومي مشرانو د اسلامي امارت په راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ خوست ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سفر دا څرګندونه کوي، چې د امارت مشران تر مرکزه محدود نه دي او د خپلو خلکو له حاله ځان خبروي.

هغوی په خوست کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، په ولایتي او سیمه ییزه کچه باید د قومي شخړو او ناندریو له منځه وړلو ته کار وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شوروي او امریکا د یرغلونو پر وړاندې د خوست د ولسونو جهاد او مبارزه نه هېرېدونکي بللې او ویلي يي دي، د خوست مجاهدو ولسونو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې قریانۍ یې ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ولسونو د ستونزو حل او د بنسټیزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د خوست د قومي مشرانو په وړاندیزونو به غور وشي.