ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: روغتیايي مسولین هڅه کوي روغتونونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د خصوصي او نیمه خصوصي روغتونونو له یو شمېر متخصصینو او مسولینو سره لیدنه کړې.

مسولینو د یادو روغتونونو د وضعیت، کړنو، فعالبتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړو زیاته کړې؛ د وسایلو برابرولو سره په داخل کې د ناروغانو د درملنې امکان برابرېږي او د ناروغانو د مسافرت او له هېواده د پانګې د اېستلو اړتیا نه پېښېږي.

دوي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي؛ چې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال روغتیا د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او د اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه بللې او ویلي يي دي؛ مسولین هلې ځلې کوي د متخصصو او تکړه ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د پېژندنې او استخدام ترڅنګ روغتونونو ته پرمخ تللي طبي امکانات برابروي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد په کچه په روغتیایي سکتور کې د ستونزو حل ته ژمن دی او دا اصلاحات له یوه روغتون پيل شوي او په تدریج سره په ټول هېواد کې نورو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته پراخېږي.

نوموړي ویلي، په بېلابېلو برخو کې د هېواد ټول کدرونه د دې ملت او هېواد پانګه او موږ ته د قدر وړ دي او د یو بل په همغږۍ کولای شو دا هېواد اباد کړو او افغان ملت له ستوتزو څخه وژغورو.