ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ايران ترمنځ پولو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه شوې

د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست په مشرۍ د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست او د ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو تر منځ د ايران د سرحدي پولو د ستونزو حل او په صفري نقطو کې د پيلرونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه شوې.

د دفاع او امنيت ریيس مولوي محمود شاه زاهد ویلي؛ اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ له مخې له هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړيکې غواړي، نو په همدې اساس هڅه کيږي، چې له ايران سره په سرحدونو کې شته ستونزو ته اساسي حل لارې ولټول شي ترڅو په دې برخه کې ستونزې رامنځته نشي.

د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه هر اړخيز بحث کړی او له ايران سره په صفري نقطو کې د نويو پيلرونو جوړولو ټينګار شوی، ترڅو له دغه هېواد سره وخت په وخت په دې اړه پېښېدونکو ستونزو مخنيوی وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او ټرانزيټ په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

همدا راز په غونډه کې د نويو پيلرونو جوړولو او پخوانيو نيمګړو چارو سرته رسولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پریکړې او همغږۍ شتون هم اړين بلل شوی، ترڅو په دې برخه کې ستونزو ته دايمې حل لاره پيدا شي.