د کابل د شمال، ختیځ، لوېدیځ او سویل زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف سیالۍ د فوټسال فدراسیون له لوري د دغه فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.
د دې سیالیو په پرانیسته کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش ریاست سلاکار قاري حیات رحماني، اړوندو پلاوو او د فوټسال مینوالو برخه اخیستې وه.
د دې سالیو په پرانیستلوبه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال ویلي؛ خوښ یم، چې لوبغاړي د سولې او امنیت په فضا کې سیالۍ ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې، د هیېواد د ورزش اداره له ورزشکارانو هر ډول مادي او معنوي ملاتړ کوي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د شهید پناه او دلاوران ترکمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې دلاروان ترکمن لوبډله د ۴/۱ په توپیر د دې سیالۍ ګټونکې شوه.
د یادو لوبو د ترسراوي موخه د فوټسال غوره لیګ سیالیو په پار د څلورو مخکښو لوبډلو ټاکنه ده، چې یوه میاشت به دوام وکړي.