د چین ولسمشر شي جنپنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک منلی.
د اسلامي امارت لوی سفیر د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په بیجینګ کې خپل باورليک د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړی.
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د لوی سفیر سربیره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه سپارلي.
د چین ولسمشر د اسلامي امارت د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي کریمي د باورلیک منلو پر مهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ویلی او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړې.
همداراز بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم لیدلي.
نوموړي هم د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر او ځانګړي استازي ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي ویلې.
مولوي اسدالله د روان کال په ډسمبر میاشت کې په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ته د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته د اسلامي امارت په لوی سفارت کې کار پیل کړی و.